اسلام آباد 24 فروري (اے پي پي) پاكستان او تاجكستان د رسمي مكالمې او به تكنيكي كچه د روابط په ضرورت زور راوړولو سره په دې امر اتفاق كړے چې پرله پسې مرسته او اداره جاتي روابط قوي كول به د دواړو هېوادونو د اوږدې مودې د توان منصوبه بندۍ او پرمختګ له مرستياله ثابت شي۔د دې خيالاتو څرګندونه د توان وفاقي وزير اويس احمد خان لغاري د تاجكستان خپل …
د توان وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري خپل تاجك هم منصب سره ورچوئل غونډه كښې خبرې ٬ په رسمي مكالمه او په تكنيكي كچه د روابط په ضرورت زور

مزید خبریں
اسلام آباد 24 فروري (اے پي پي) پاكستان او تاجكستان د رسمي مكالمې او به تكنيكي كچه د روابط په ضرورت زور راوړولو سره په دې امر اتفاق كړے چې پرله پسې مرسته او اداره جاتي روابط قوي كول به د دواړو هېوادونو د اوږدې مودې د توان منصوبه بندۍ او پرمختګ له مرستياله ثابت شي۔د دې خيالاتو څرګندونه د توان وفاقي وزير اويس احمد خان لغاري د تاجكستان خپل هم منصب دالرجمعه سره د ورچوئل غوڼدې په مهال په خبرو كښې وكړه ۔په غونډه كښې د توان په څانګه كښې دوه اړخيزه مرسته لا قوي كولو په اړه تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ډلو د شريكې خوښې په چارو خبرې وكړې او د بجلۍ او توان په پروژو كښې همكارۍ ته د پراختيا وركولو په امكانات يې غور وكړو ۔په خبرو كښې د سيمه ايزې پاور كنيكټيويټي زياتولو ٬ د روانو شريكو پروژو به پېشرفت او د تل پاتې توان نوو موقعو لټولو ته خاص اهميت وركړے شو ۔په خاص توګه د كاسا-1000 بجلي ترسيلي پروژه كښې په پېشرفت او د پولې پورې غاړه د بجلۍ تبادلو ودې ته پام لرنه وشوه۔د دې اقدامات مقصد د اوږدې مودې د توان سلامتيا ښه كول او په منطقه كښې معاشي انضمام ته تقويت وركول دي۔د توان وزيرانو د سيمه ايزې مرستې په اهميت زور راوړولو سره دا امر په ګوته كړو چې پرله پسې رابطه كاري د باور وړ او تل پاتې توان حل په وده كښې مرستياله ثابتېدې شي۔په دې لړ كښې شريك اهداف سر كولو لپاره د اړوند فورمز د لارې د مرسېه روانې ساتلو ته اتفاق وكړے شو ۔دواړو خوا په رسمې مكالمه او په تكنيكي كچه د روابط په ضرورت هم زور راوړلے شو دغسې چې په ترسره شوو چارو موثر عملدرآمد باوري كړے شي۔ ۔دا غونډه د پاكستان او تاجكستان ترمينځه د توان په څانګه كښې دوه اړخيزه اړيكې لا ژورو كولو او شريك پرمختګ له د عزم عكاسي كوي۔










