د مسابقتي ماركيټ آپريشنز له مخې د وړومبي 200 ميګاواټ بجلي ټرانزيكشن تر جون مياشتې د بشپړېدو هيله ده۔سردار اويس احمد لغاري

اسلام آباد 24 فروري (اے پي پي)د توان وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري وئېلي دي د نوې معارفي كړې شوي مسابقتي ماركيټ آپريشنز له مخې د وړومبې 200 ميګاواټ بجلي ټرانزيكشن سږ كال تر جون مياشتې د بشپړېدو هيله ده كوم چې پاكستان د مسابقتي بجلۍ ماركيټ پلو منتقلۍ كښې يو مهم سنګ ميل له ثابت شي۔د نهې په ورځ د مسابقتي ماركيټ آپريشنز پرانستې دستورې ته خطاب …

اسلام آباد 24 فروري (اے پي پي)د توان وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري وئېلي دي د نوې معارفي كړې شوي مسابقتي ماركيټ آپريشنز له مخې د وړومبې 200 ميګاواټ بجلي ټرانزيكشن سږ كال تر جون مياشتې د بشپړېدو هيله ده كوم چې پاكستان د مسابقتي بجلۍ ماركيټ پلو منتقلۍ كښې يو مهم سنګ ميل له ثابت شي۔د نهې په ورځ د مسابقتي ماركيټ آپريشنز پرانستې دستورې ته خطاب كښې وفاقي وزير ووئېل د اصلاحات د سفر دا تصور څو لسيزې وړاندې رامخې ته شوے ؤ او د كوم عملي پېل جې په 2016-17 شوے ۔ د مسابقتي ماركيټ د اصلاحات ابتدائي منظوري د 1990 په لسيزه كښې په وړومبو كلونو كښې ترلاسه كېدو باوجود په عملدرآمد كښې تاخير ده د ګورننس له امله وګرځولو كوم څخه چې د هېواد قيمتي وخت ضائع شوے۔ده ووئيل كله چې د يو تصور منظوري په 1992 كښې وركرې شوه او په دې سنجيده عملدرآمد نزدې دوه لسيزو نه پس پیل شو نو دا زمونږ د ګورننس فريم ورك كښې د شته چېلنجونو عكاسي كوي۔ ۔د دستورې په اختتام وفاقي وزير اصلاحاتي عمل كښې ځانګړې كردار ادا كوونكو سينئر افسرانو له تعريفي اسناد وركړل۔اسناد ترلاسه كوونكو كښې د آئی ایس ایم او سی ای او امتیاز شاہ، ارشد جاوید منهاس (ایګزیکټو ډائرېكټر آئي ټي/ایچ آر اینډ ایډمن)، د سسټم آپریشنز ایګزیکټو ډائریکټر محمد زکریا ، د کمپنی سیکرټری نعمان رفیق ، د مارکیټ آپریشنز ایګزیکټو ډائریکټر عمر ھارون ملک ، ایډیشنل سینئر ډائریکټر سید شاهیر علی او د کارپوریټ کمیونیکیشنز ډائریکټر ذیشان خان پشمول نور افسران شامل و۔د دې څخه وړاندې د توان وفاقي وزير اويس احمد خان لغاري او د پاور ډويژن سېكرټري ډاكټر محمد فخر علام عرفان د مسابقتي ماركيټ آپريشنز رسمي پرانسته وكړه۔

مزید خبریں