د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق كوهاټ كښې د پوليس په موبائل د فتنه الخوارج د بريد غندنه وكړه

اسلام آباد 24 فروري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق كوهاټ كښې د پوليس په موبائل د فتنه الخوارج ترهه ګرو د بريد غندنه كړې ده ۔د نهې په ورځ په خپل د غمرازۍ بيان كښې ده د ډي ايس پي لاچي او نورو پوليس اهلكارو په ځاني زيان د غم دړد څرګندونه وكړه۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د شهيد ډي ايس پي لاچي٬انسپكټر …

اسلام آباد 24 فروري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق كوهاټ كښې د پوليس په موبائل د فتنه الخوارج ترهه ګرو د بريد غندنه كړې ده ۔د نهې په ورځ په خپل د غمرازۍ بيان كښې ده د ډي ايس پي لاچي او نورو پوليس اهلكارو په ځاني زيان د غم دړد څرګندونه وكړه۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د شهيد ډي ايس پي لاچي٬انسپكټر انار ګل خان٬ګن مين٬ريډر او ډرائيور ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړې۔ده ووئېل د پوليس په ګاډي بريد بزدلانه او د غندنې وړ فعل دے٬ترهه ګر عناصر د قام حوصلې كمزورې كولې نه شي٬ټول قام د خپلو امنيتي ځواكونو او پوليس سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔ده ووئيل د ډي ايس پي لاچي پشمول د 5 اهلكارو قربانۍ به بې ضائع نه ځي٬قام د پوليس او امنيتي ځواكونو قربانۍ به تل ياد ساتي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره دعا وكړه او د شهيدانو كورنيو سره يې د غمرازۍ څرګندونه وكړه ٬ ده ووئېل د شهيدانو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو۔دغسې د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د شهيدانو لوړو درجو او د غم جنو كورنيو لپاره د زغم دعا وكړه۔

مزید خبریں