د وزيراعظم يوتھ پروګرام چئيرمېن رانا مشهود احمد خان د پرائم منسټر يوته بزنس اينډ ايګريكلچرل لون سكيم امپیکټ رپورټ جاري كړو

اسلام آباد 24 فروري (اے پي پي) د وزيراعظم يوتھ پروګرام چئيرمېن رانا مشهود احمد خان د پرائم منسټر يوته بزنس اينډ ايګريكلچرل لون سكيم(پي ايم وائي بي اينډ اے اي ايس) امپیکټ رپورټ جاري كړو كوم چې د كامن ويلتھ سيكرټرېټ په تكنيكي مرسته جوړ كړے شوے ۔په دې موقع پرائم منسټر يوتھ پروګرام(پي ايم وائي پي)له مخې د يو خاص فن ټيك ډويژن جوړولو هم رسمي اعلان وكړے …

اسلام آباد 24 فروري (اے پي پي) د وزيراعظم يوتھ پروګرام چئيرمېن رانا مشهود احمد خان د پرائم منسټر يوته بزنس اينډ ايګريكلچرل لون سكيم(پي ايم وائي بي اينډ اے اي ايس) امپیکټ رپورټ جاري كړو كوم چې د كامن ويلتھ سيكرټرېټ په تكنيكي مرسته جوړ كړے شوے ۔په دې موقع پرائم منسټر يوتھ پروګرام(پي ايم وائي پي)له مخې د يو خاص فن ټيك ډويژن جوړولو هم رسمي اعلان وكړے شو ۔دستوره پي ټي وي هيډكوارټرز اسلام آباد كښې وشوه چې پكښې د ميډيا استازو ٬پالېسۍ سازو او د مالياتي ادارو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو ۔دستورې ته د وزيراعظمد يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان ووئېل پاكستان كښې ځوانان د خپلواكه جوړولو ايجنډا اوس تر محض پالېسي سازۍ محدود نه دې پاتې بلكې په عملي اقدامات بدله شوې ده ۔ده ووئيل چ حكومت تعليم٬روزګار او كاروباري موقعو په څانګو كښې ځوانانو لپاره په بشپړه توګه ميرټ او په ټېكنالوجۍ اډانه نظام معارفي كوي۔ده ووئيل د ځوانانو ايجنډا اوس په ډيليوري٬ډيټا٬پالېسي فريم ورك او موثر عملدرآمد جوړه ده۔ده ووئيل وزيراعظم محمد شهباز شريف او د قائد محمد نواز شريف پرله پسې سياسي سرپرستۍ ماشومانو او ځوانانو كښې په خاص توګه د ميرټ به بنياد سرمايه كارۍ او د اصلاحاتي عمل تسلسل له پراختيا وركړې۔ده ووئيل ډيجيټل بدلون د پي ايم وائي پي بنيادي ستن ده ۔او دې اقدام څخه به اعلٰی تعليمي نظام په ډيجيټل توګه مربوط كولې شي٬د زده كوونكو لپاره به د تعليم نه تر روزګار منتقلي آسانه شي او په ډيټا اډانه ګورننس ته به وده ترلاسه شي۔ده د ډيجيټل يوتھ هب پېشرفت هم ذكر وكړو كوم چې د پاكستان وړومبې مربوط آن لائن پليټ فارم دے او ځوانانو لپاره ترلاسه موقعې رايوځاے كوي۔ د وزيراعظم آفس٬صوبائي وزيرانو اعلٰی دفترونو او د شراكتدارو سره تړلې ډيش بورډز سپيځلتيا او احتساب باوري كولې شي۔

مزید خبریں