د توان وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري د تركمانستان سفير سره ملاقات

اسلام آباد 24 فروري (اے پي پي)د توان وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري د تركمانستان سفير عطا جان مولاموف سره ملاقات كړے۔د پاور ډويژن وياند له مخې د توان وزارت(پاور ډويژن)كښې د ملاقات په مهال وفاقي وزير د تركمانستان سفير تود هركلے وكړو او د روژې مباركې مياشت په راتللو يې هغه له د نيكو هيلو څرګندونې سره د دواړو هېوادونو اولس لپاره د امن٬بركت او خوشحالۍ دعا …

اسلام آباد 24 فروري (اے پي پي)د توان وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري د تركمانستان سفير عطا جان مولاموف سره ملاقات كړے۔د پاور ډويژن وياند له مخې د توان وزارت(پاور ډويژن)كښې د ملاقات په مهال وفاقي وزير د تركمانستان سفير تود هركلے وكړو او د روژې مباركې مياشت په راتللو يې هغه له د نيكو هيلو څرګندونې سره د دواړو هېوادونو اولس لپاره د امن٬بركت او خوشحالۍ دعا وكړه۔د تركمانستان سفير د پاكستان او تركمانستان ترمينځه موجود ژور تاريخي او كلتوري روابط رامخې ته كولو سره ووئېل دا شريكه رشته د دوه اړخيزه مرستې ودې لپاره قوي بنياد وركوي۔په ملاقات كښې د پاكستان او مينځنۍ آسيا هېوادونو ترمينځه د سيمه ايزو روابط لا مستحكمولو ته خاص پام لرنه وشوه۔ډلو د توان قوي بنيادي ډهانچې او د پولې پورې د پرژوو تزويراتي اهميت په اړه تفصيلي خبرې وكرې كومې چې سيمه ايز معاشي انضمام٬ د توان تحفظ٬ د اړوندو معلومات تبادلې او تل پاتې پرمختكګ زياتولو كښې مهم كردار ادا كولې شي۔

مزید خبریں