اسلام آباد۔24فروری(اے پی پی) د علامه اقبال اوپن پوهنتون د خزان سمسټر 2025ء مېټرک، اېف اے، اېسوسی اېټ ډګری، بی اے، بی اېس، بی اېډ او پوسټ ګرېجوېټ ډپلومه پروګرامز فائنل امتحانونه به د ګلګت بلتستان او آزاد جمو وكشمير په شمول د هېواد په څلورو واړو صوبو كښې د ګل په ورځ د مارچ 2 مې نېټې څخه پېل كيږي۔ د دې امتحانونو ډېټ شيټ د يونېورسټۍ په وېب …
د علامه اقبال اوپن پوهنتون امتحانونه به په ګرد هيواد كښې 2 مارچ څخه پيل كيږي

مزید خبریں
اسلام آباد۔24فروری(اے پی پی) د علامه اقبال اوپن پوهنتون د خزان سمسټر 2025ء مېټرک، اېف اے، اېسوسی اېټ ډګری، بی اے، بی اېس، بی اېډ او پوسټ ګرېجوېټ ډپلومه پروګرامز فائنل امتحانونه به د ګلګت بلتستان او آزاد جمو وكشمير په شمول د هېواد په څلورو واړو صوبو كښې د ګل په ورځ د مارچ 2 مې نېټې څخه پېل كيږي۔ د دې امتحانونو ډېټ شيټ د يونېورسټۍ په وېب سائټ www.aiou.edu.pk وركړے شوے او رول نمبر سلپس په اېم اېس پورټلز اپ لوډ كړې شوي۔ د جاري كړي ډېټ شيټ له مخې امتحانونه به 2 مارچ څخه تر 17 مارچ روان وي ۔ د وړوكي اختر له امله په امتحانونو كښې به 18مارچ څخه 25مارچ دمه كولې شي۔ له اختر څخه وروستو اولنۍ پرچه به د زيارت په ورځ په 26 مارچ وي۔ دا امتحانات به تر 13 مئي دوام لري۔ زده كوونكو ته هدايت شوے چې هغوي د وخت پابندي وكړي۔ د رول نمبر سلپ او شناختي كارډ نه غېر به كوم زده كوونكي ته د امتحان وركولو اجازه نه وي










