اسلام آباد۔24فروري (اے پي پي) د پیپلز پارټي نائب صدرې سینیټر شیري رحمان کوهاټ او کرک كښې په امنيتي ځواكونو او پولیس موبائل د شوو بريدونو په سختو ټكو غندنې كولو سره وئېلي دي د ترهه ګرۍ تر مکمل خاتمې به جنګ روان وي او دې مقصد لپاره ټول قام متحد دے، نر اولس او امنيتي ځواكونه هره لمحه د وطن دفاع لپاره چمتو دي او ترهه ګر به عمر …
د پیپلز پارټي سينئر لارښودې سینیټر شیري رحمان کوهاټ او کرک كښې په امنيتي ځواكونو او پولیس موبائل د بريدونو غندنه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد۔24فروري (اے پي پي) د پیپلز پارټي نائب صدرې سینیټر شیري رحمان کوهاټ او کرک كښې په امنيتي ځواكونو او پولیس موبائل د شوو بريدونو په سختو ټكو غندنې كولو سره وئېلي دي د ترهه ګرۍ تر مکمل خاتمې به جنګ روان وي او دې مقصد لپاره ټول قام متحد دے، نر اولس او امنيتي ځواكونه هره لمحه د وطن دفاع لپاره چمتو دي او ترهه ګر به عمر له د ماتې سره مخ كېږي ۔ د نهې په ورځ خپل د غندنې بيان كښې دې په بريدونو كښې د امنيتي ځواكونو د اهلکارو په شهادت د زيات غم دړد څرګندونې كولو سره ووئېل شهید شوي اهلکار د قام اتلان دي چا چې د خپلو ځانونو په نذرانه وركولو د ترهه ګرو ناپاک عزائم ناکامه كړل ۔ دې ووئېل د شهدا په مړانه ټول قام وياړ لري ۔سینیټر شیری رحمان ووئېل د ترهه ګرو د مذهب سره هيڅ تعلق نشته او د امن دښمن عناصر د روژې مبارکې مياشت تقدس هم پامال کوي ، د ژوبل شوو اهلکارو د منتقل کونكې ریسکیو 1122 ګاډې سوځول ډېر ناوړه او د غندنې وړ فعل دے۔د پیپلز پارټي لارښودې د شهدا مغفرت او د ژوبل شوو زر صحت لپاره دعا کولو سره ووئېل لويې څښتن دې كورنيو ته صبر عطا كړي۔










