دوحه 24 فروري (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف او د قطر د بهرني تجارت وزير مملکت ډاکټر احمد بن السيد د پاکستان او قطر ترمېنځه تجارت، سرمايه کارۍ او صنعتي مرستې ته لا وده وركولو لپاره د شريك عزم پخلي كولو سره د دواړو هېوادونو د اړوند چارواكو پشمول د ټاسك فورس غونډې په رابللو اتفاق كړے چې پكښې به په پاکستان كښې د قطر سرمايه کارۍ لپاره په …
د وزيراعظم شهباز شريف او د قطر د بهرني تجارت وزير مملکت ډاکټر احمد دوه اړخيزه تجارت، سرمايه کارۍ او صنعتي مرستې ته لا وده وركولو له د ګډ عزم پخلے

مزید خبریں
دوحه 24 فروري (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف او د قطر د بهرني تجارت وزير مملکت ډاکټر احمد بن السيد د پاکستان او قطر ترمېنځه تجارت، سرمايه کارۍ او صنعتي مرستې ته لا وده وركولو لپاره د شريك عزم پخلي كولو سره د دواړو هېوادونو د اړوند چارواكو پشمول د ټاسك فورس غونډې په رابللو اتفاق كړے چې پكښې به په پاکستان كښې د قطر سرمايه کارۍ لپاره په كوټلې تجويزونو غور كولے شي۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د بهرني تجارت وزير مملکت ډاکټر احمد بن السيد وزيراعظم شهباز شريف سره ملاقات وكړو٬ په دې موقع نائب وزيراعظم/خارجه وزير اسحاق ډار ، وفاقي وزير عطاء تارړ او د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي هم موجود وو۔ ډاکټر احمد د پاکستان-قطر جوائنټ بزنس ټاسك فورس چيئرمېن هم دے٬ د ملاقات په مهال دوي د دوه اړخيزه تجارتي او اقتصادي مرستې جاج واخست او د پاکستان او قطر په اړيكو كښې په زيات شوي رفتار ئې د اطمينان څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم د دوه اړخيزه تجارت حجم زياتولو او قطر ته د پاکستان برآمدات په خاص توګه زرعي مصنوعات، د خوراك څښاك څيزونه او د ويليو ايډډ څيزونو برآمدات متنوع كولو په اهميت زور راوړو٬ دواړو ډلو د پاکستان- قطر د مشترکه وزارتي کمېشن د شپږمې غونډې په فالو اپ د خيالاتو څرګندونه وكړه په شوې پرېكړو ئې عملدرامد لپاره د عزم پخلې وكړو۔ وزيراعظم د پاکستان سرمايه کار دوست اصلاحاتو او غېر ملکي سرمايه کاري آسانولو كښې د خاص سرمايه کاري سهولت کونسل په کردار هم رڼا واچوله۔ ډاکټر احمد السيد اقتصادي مرستې ته پراختيا وركولو او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د نجي څانګې او کاروباري رابطو په قوي كولو كښې د قطر د خوښی پخلې وكړو۔ دواړو ډلو د روژې مباركې په مهال د دواړو هېوادونو د اړوند چارو پشمول د ټاسك فورس غونډې په رابللو اتفاق وكړو چې پكښې په پاکستان كښې د قطر سرمايه کارۍ لپاره په كوټلې تجويزونو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په ملاقات كښې د پاکستان او قطر ترمېنځه تجارت، سرمايه کاري او صنعتي مرسته لا پياوړې كولو له په مشتركه عزم زور راوړلے شو۔










