اسلام آباد 24 فروري (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير طارق فضل چوهدري وئيلي دي پاکستان بيت المال بې وزله وګړو سره مالي مرسته كوونكې ٬ رنځورانو ته طبي آسانۍ او زده كوٶنكو ته اسکالرشپس وركوونكې اداره ده٬ اداره دې په غېر ضروري توګه اېكسپوز نه كړې شي او څومره تفصيلات چې اداره وركول غواړي ھغه مناسب دي۔ د نهې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د …
پاکستان بيت المال بې وزله وګړو سره مالي مرسته كوونكې ٬ رنځورانو ته طبي آسانۍ او زده كوٶنكو ته اسکالرشپس وركوونكې اداره ده: طارق فضل چوهدري

مزید خبریں
اسلام آباد 24 فروري (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير طارق فضل چوهدري وئيلي دي پاکستان بيت المال بې وزله وګړو سره مالي مرسته كوونكې ٬ رنځورانو ته طبي آسانۍ او زده كوٶنكو ته اسکالرشپس وركوونكې اداره ده٬ اداره دې په غېر ضروري توګه اېكسپوز نه كړې شي او څومره تفصيلات چې اداره وركول غواړي ھغه مناسب دي۔ د نهې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د سينيټر طلحه محمود، سينيټر سرمد علي د پوښتنو په ځواب وفاقي وزير سيد عمران احمد شاه ووئيل د بېنكنګ چېنل دلارې اخستې شوې زكوٰة د سټېټ بېنك د لارې پاکستان بيت المال ته منتقل كېږي او بيت المال دا فنډ د شېډول له مخې صوبائي دفترو ته جاري كوي او كه د ډونرز تفصيلات ضروري وي نو ايوان ته وړاندې كولو له چمتو يو۔ وفاقي وزير د ادارې د افسرانو په كاركردګۍ د باور څرګندونه وكړه۔










