د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني د سعودي عرب سفير لخوا د روژه ماتي په دستوره كښې ګډون

اسلام آباد 24 فروري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د سعودي عرب سفير نواف بن سعيد احمد المالکي لخوا د روژه ماتي په دستوره كښې ګډون كړې چې پكښې د هېواد اهم سياسي٬ سفارتي او سماجي شخصيات هم موجود وو۔ د روژه ماتي په دستوره كښې ګډون كوونكو كښې د پنجاب ګورنر سردار سليم حيدر، د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي، د سندھ ګورنر …

اسلام آباد 24 فروري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د سعودي عرب سفير نواف بن سعيد احمد المالکي لخوا د روژه ماتي په دستوره كښې ګډون كړې چې پكښې د هېواد اهم سياسي٬ سفارتي او سماجي شخصيات هم موجود وو۔ د روژه ماتي په دستوره كښې ګډون كوونكو كښې د پنجاب ګورنر سردار سليم حيدر، د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي، د سندھ ګورنر کامران ټيسوري، د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف، سېنېټر طلحه محمود، سينيټر رانا ثناء اے خان، طلال بدر، طارق فضل چوهدري، خرم دستګير خان او د نورو پارلماني غړو پشمول سفيران، بيوروکريټس، خبريالان او نوموړي كاروباري شخصيات شامل وو۔ په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن او د سعودي سفير ترمېنځه په پاك سعودي دوه اړخَيزه اړيكو٬ سيمه ايز او نړيوال صورتحال ٬ اسلامي نړۍ ته په پېښو چېلنجونو او په بېلو څانګو كښې شريكې مرستې ته د ودې وركولو په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔

مزید خبریں