وزيراعظم محمد شهباز شريف د قطر امير په بلنه په دوه ورځنۍ سركاري دوره قطر ته ورسېد

دوحه 23 فروري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د قطر امير شيخ تميم بن حمد الثاني په بلنه په دوه ورځنۍ سركاري دوره قطر ته رسېدلے دے ۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د ګل په ورځ جاري شوي بيان له مخې د دوحه كنګ حمد بن نړيوالې هوائي اډه د قطر خارجه چارو دوهم وزير ډاكټر محمد بن عبدالعزيز الخليفي٬په قطر كښې د پاكستان سفير محمد عامر …

دوحه 23 فروري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د قطر امير شيخ تميم بن حمد الثاني په بلنه په دوه ورځنۍ سركاري دوره قطر ته رسېدلے دے ۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د ګل په ورځ جاري شوي بيان له مخې د دوحه كنګ حمد بن نړيوالې هوائي اډه د قطر خارجه چارو دوهم وزير ډاكټر محمد بن عبدالعزيز الخليفي٬په قطر كښې د پاكستان سفير محمد عامر او سفارتي عملې د وزيراعظم هركلے وكړو۔نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ٬د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي هم د وزيراعظم سره وو۔د قطر دورې په مهال به وزيراعظم د قطر امير شيخ تميم بن حمد الثاني سره دوه اړخيزه ملاقات كوي چې پكښې به په اقتصادي مرستې٬ د توان په شراكتدارۍ ٬د اولس اولس سره د تبادلو په اړه د مرستې زياتولو په لارو چارو خبرې كېږی۔دواړو ډلو د تجارت٬سرمايه كارۍ٬توان٬ د بنيادي ډهانچې پرمختګ او د انفرادي قوت برآمد كولو په څانګو كښې به د همكارۍ په لا زياتولو هم د خيالاتو څرګندونه كېږي۔بيان له مخې د وزيراعظم دا دوره د دواړو هېوادونو ترمينځه د ورورولۍ اړيكو عكاسي كوي او ګڼ اړخيزه مرستې لا قوي كولو لپاره شريك عزم رامخې ته كوي۔

مزید خبریں