په غربت كښې کمے د انساني پرمختګ نه غیر ممکن نه دے ، بي آئي ایس پي مستحق مئيندو او ماشومانو ته مالي مرسته او غذائي سهولیات ورسوي ، د غربت د كمي وفاقي وزير

اسلام آباد۔23فروري (اے پي پي)د غريبۍ د كمي و سماجی تحفظ وفاقي وزير سید عمران احمد شاہ وئبلي دي پاکستان د غذائي كمي غوندې سنګینې مسئلې سره مخ دے، غربت كښې کمے د انسانی پرمختګ نه غیر ممکن نه دے، بي آئي ایس پي مستحق مئيندو او ماشومانو ته مالي مرسته او غذائي سهولیات ورسوي ٬ چې پكښې تر اوسه 43 لاکھه نه زيات مستحقې مېرمنې او د هغوي ماشومان …

اسلام آباد۔23فروري (اے پي پي)د غريبۍ د كمي و سماجی تحفظ وفاقي وزير سید عمران احمد شاہ وئبلي دي پاکستان د غذائي كمي غوندې سنګینې مسئلې سره مخ دے، غربت كښې کمے د انسانی پرمختګ نه غیر ممکن نه دے، بي آئي ایس پي مستحق مئيندو او ماشومانو ته مالي مرسته او غذائي سهولیات ورسوي ٬ چې پكښې تر اوسه 43 لاکھه نه زيات مستحقې مېرمنې او د هغوي ماشومان مستفيد شوي دي ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د بینظیر انکم سپورټ پروګرام مهم غذائي پروګرام بینظیر نشوونما پروګرام د ریئل ټائم ډیجیټل ډیش بورډ جوړولو دستورې ته خطاب وكړه ۔ وفاقي وزیر ووئېل د دې اقدام مقصد صحت او د سماجي تحفظ نظام كښې نګراني ښه كول او د ډیټا په بنیاد فیصله سازي كول دي ۔ ده ووئېل حکومت سماجي تحفظ خیرات نه بلکې يوه اوږد مهاله سرمایه کاري ګڼي او د وزیراعظم وژن تر مخه په دې پروګرام كښې سپځلتيا او مؤثریت باوري كوي ۔دستوره كښې چیئرپرسن بي آئي ایس پي سینیټر روبینه خالد ،کنټري ډائریکټر ورلډ فوډ پروګرام کوکو اوشیاما او د ترقیاتي شراکتي ادارو استازةو ګډون وكړو ۔ دستورې ته خطاب کښې سینیټر روبینه خالد ووئېل هېواد به هغه وخت ترقي وكړي چې كله ټول په ګډه كار وكړو ۔ دې ووئېل زما ټوله پام لرنه فیلډ ته ده ځكه چې اصل مسائل د هلته نه معلومېدل ممكن دي ۔ روبینه خالد ووئېل دا پروګرام د كوچنيانو خصمانه او جينكو كښې د غذائي کمي تر سره كولو لپاره پېل كړے شوے۔ دې د صحت وزارت او شراکت دارو ادارو د مرستې ستائنې كولو سره ووئېل د دې ډیش بورډ د لارې د نشوونما پروګرام د ټولو اقدامات مؤثر او په وخت نګراني به ممکن شي ،دا اقدام نظام كښې سپېځلتيا او د جواب وركړه ښه كوي او دا خبره باوري كوي چې سهولیات هغه خلقو ته ورسي كومو ته چې د دې تر ټولو زيات ضرورت دے۔ دې د ورلډ فوډ پروګرام، یونیسف او د روغتيا د نړيوالې ادارې د تکنیکې مرستې مننه وكره ۔

مزید خبریں