اسلام آباد 23 فروري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د ډېره اسماعيل خان آپرېشن په مهال د فتنه الخوارج څلورو ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړی دي۔د ګل په ورځ په خپل پېغام كښې ده د هند په سرپرسټۍ كښې د فعاله فتنه الخوارج په ضد په موثر كاروائۍ د امنيتي ځواكونو د پيشه وره صلاحيتونو ستائنه وكړه او وې وئيل …
د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د ډي آئي خان آپرېشن په مهال د فتنه الخوارج څلورو ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې

مزید خبریں
اسلام آباد 23 فروري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د ډېره اسماعيل خان آپرېشن په مهال د فتنه الخوارج څلورو ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړی دي۔د ګل په ورځ په خپل پېغام كښې ده د هند په سرپرسټۍ كښې د فعاله فتنه الخوارج په ضد په موثر كاروائۍ د امنيتي ځواكونو د پيشه وره صلاحيتونو ستائنه وكړه او وې وئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د امنيتي ځواكونو قربانۍ د قام لپاره د وياړ سبب دي ٬د هېواد څخه په غېر ملكي سرپرستۍ كښې د كېدونكې ترهه ګرۍ خاتمې لپاره قامي عزم غېر متزلزل دے۔د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د “عزم استحكام”له مخې د ترهه ګرۍ په ضد روانه كاروائي به تر منطقي انجام ته رسولې شي٬ټول قام د ترهه ګرۍ ناسور خاتمې لپاره خپلو مېړنو ځواكونو او قانون نافذ كوونكو ادارو سره ولاړ دے










