ډيره اسماعيل خان كښې د امنيتي ځواكونو د ترهه ګرو په ضد لويه كاروائي٬د فتنه الخوارج سره تعلق لرونكي 4 ترهه ګر ووژل شول

پېنډي 23 فروري (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان ضلع كښې امنيتي ځواكونو د ترهه ګرو په ضد لويه كاروائي كولو سره د فتنه الخوارج سره تعلق لرونكې 4 ترهه ګري وژلي دي۔د آئي اېس پي آر له مخې په 23 فروري 2026 امنيتي ځواكونو د استخباراتي بنياد ډېره اسماعيل خان ضلع كښې يو آپرېشن وكړو چرته چې د هند پراكسي"فتنه الخوارج"سره تعلق لرونكو خارجيانو د موجودګۍ اطلاع …

پېنډي 23 فروري (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان ضلع كښې امنيتي ځواكونو د ترهه ګرو په ضد لويه كاروائي كولو سره د فتنه الخوارج سره تعلق لرونكې 4 ترهه ګري وژلي دي۔د آئي اېس پي آر له مخې په 23 فروري 2026 امنيتي ځواكونو د استخباراتي بنياد ډېره اسماعيل خان ضلع كښې يو آپرېشن وكړو چرته چې د هند پراكسي”فتنه الخوارج”سره تعلق لرونكو خارجيانو د موجودګۍ اطلاع ترلاسه شوې وه۔د عملياتو په مهال ځواكونو د خارجيانو اډې په موثره ډول په نښه كړې ۔د سختو ډزو د تبادلې نه پس څلور خارجيان ووژل شول ۔د وژلے شوو خارجيانو د قبضې څخه وسله او چاودېدونكې توكيې هم برآمد شول ۔دا ترهه ګر په سيمه كښې د ترهه ګرۍ په ګڼ شمېر كاروائيو كښې فعاله پاتې شوې وو۔په سيمه كښې د موجودو كومو هم نورو د هند سرپرستي لرونكو خارجيانو خاتمې لپاره كليئرنس آپرېشن روان دے۔امنيتي ځواكونو او د پاكستان قانون نافذ كوونكو ادارو لخوا د نېشنل ايكشن پلان د وفاقي ايپكس كمېټۍ د منظور شوي وژن”عزم استحكام”له مخې د ترهه ګرۍ په ضد روان دا امتياز نه لرونكے كمپائن به په قوت سره روان وي دغسې چې د هېواد څخه د غېر ملكي سرپرستۍ او مرستې لرونكې د ترهه ګرۍ لعنت مكمل خاتمه وكړې شي۔

مزید خبریں