د پاکستان وسله وال پوځ او د قانون نافذ کوونكې ادارې د هېواد دفاع لپاره لوظي دي، د ترهه ګرۍ خلاف پرېكنده کارروائۍ روانې دي، ډاکټر طارق فضل چوهدري

اسلام آباد۔23فروري(اے پي پي)د پارلیماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدری وئېلي دي د پاکستان وسله وال پوځ او د قانون نافذ کونكې ادارې د هېواد دفاع لپاره لوظي دي ، د خپلې دفاع او د وګرو تحفظ لپاره د هر ضروري ګام اغستو حق محفوظ لري، د ترهه ګرۍ خلاف پرېكنده کارروائۍ روانې دي ۔ د ګل په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د افغانستان په صورتحال او …

اسلام آباد۔23فروري(اے پي پي)د پارلیماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدری وئېلي دي د پاکستان وسله وال پوځ او د قانون نافذ کونكې ادارې د هېواد دفاع لپاره لوظي دي ، د خپلې دفاع او د وګرو تحفظ لپاره د هر ضروري ګام اغستو حق محفوظ لري، د ترهه ګرۍ خلاف پرېكنده کارروائۍ روانې دي ۔ د ګل په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د افغانستان په صورتحال او په اوسنو د ترهه ګرۍ بريدونو په اړه ده بنوں او باجوړ كښې د شوو ځان مرګو بريدونو ذکر وكړو چې پكښې د سکیورټي فورسز افسران او ځوانانو د شهادت جام نوش کړو۔ ده د مانسهرہ څخه د تعلق لرونكې يو شهید افسر حواله وركولو سره ووئېل د هغه مور میډیا ته خبرو كښې ووئېل كه زما نور زامن هم په پوځ كښې وو نو هغه به هم په وطن قربانېدو لپاره چمتو ولاړ وو ۔ د پارلیماني چارو وزير ووئېل د شهید وړې لور هم پخپل پلار د وياړ څرګندونه وكړه او هغه يې خپل آئیډیل ګرځولے دے ۔ډاکټر طارق فضل چوهدري ووئېل د پاکستان وسله وال پوځ او د قانون نافذ كوونكې ادارې د هېواد دفاع لپاره عزم لري خو مونږ يوازې د جنازو پورته كولو ته چمتو نه يوو ۔ ده ووئېل د اوسنو بريدونو لارې ګودرې تر افغانستان رسي او د ځينې بريد كوونكو او سهولت کارو تعلق د افغان خاورې سره ښودلے شوے دے ۔ ده ووئېل په 21 فرورۍ د افغانستان په صوبو ننګرهار، پکتیا او خوست كښې په استخباراتي بنیادونو کارروائۍ وكړې شوې چې پكښې د ترهه ګر نیټ ورک مبینه مهم عناصر په نخښه كړے شول ۔ ده ووئېل دا کارروائۍ ډېرې په سمه توګه وشوې او پكښې يوازې د ترهه ګرو ژالې او تربیتي مراکز هدف كړے شول ۔ وفاقي وزیر هغه تاثر مسترد کړو چې په دغه بريدونو كښې شهري ودانۍ ، جماعتونه یا مدارس په نخښه كړے شول ۔ وفاقي وزیر ووئېل حکومت نن هم د افغانستان سره امن له خوښي لري او غواړي چې د دواړو هېوادونو په مرسته د ترهه ګرۍ خاتمه اوشي خو ده واضحه كړه كه د پاکستان خلاف کارروائۍ روانې پاتي شوې نو زمونږ هېواد به د خپلې دفاع حق تر مخه اقدامات روان ساتي ۔ ده ووئېل پاکستان کمزورے ګڼلے كوونكو عناصر ته دا پیغام تر لاسه كېدل پكار دے چې قام، سیاسي قیادت او وسله وال پوځ متحد دي ۔ ده د وزیراعظم او عسکري قیادت د عزم حواله وركولو سره ووئېل د ترهه ګرۍ تر مکمل خاتمې به هلې ځلې روانې وي ۔ډاکټر طارق فضل چوهدري د خطاب په اختتام د شهداء كورنيو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل قام د دوي قربانیو ته سلام کوي۔ ده ووئېل د پاکستان د يو يو وګړي او د اميتي اهلکار د وينې به حساب اغستلے شي او د ګران وطنِ د يو يو انچ به دفاع کولې شي ۔

مزید خبریں