اسلام آباد 23 فروري (اے پي پي)د وزيراعظم د سياسي او اولسي چارو صلاحكار رانا ثناﺀ الله وئېلي دي جمهوريت د تصادم او تعطل په ځاے په مكالمه مضبوطېږي۔ده د ګل په ورځ سينيټ كښې د مخالفې ډلې مشر راجه ناصر عباس لخوا د پورته كړو مختلف نكات ځواب وركولو كښې ده په اپوزېشن زور راوړو چې هغوي د قامي مسئلو حل او د جمهوري ادارو استحكام لپاره سياسي عمل …
جمهوريت د تصادم او تعطل په ځاے په مكالمه مضبوطېږي۔رانا ثناﺀالله

مزید خبریں
اسلام آباد 23 فروري (اے پي پي)د وزيراعظم د سياسي او اولسي چارو صلاحكار رانا ثناﺀ الله وئېلي دي جمهوريت د تصادم او تعطل په ځاے په مكالمه مضبوطېږي۔ده د ګل په ورځ سينيټ كښې د مخالفې ډلې مشر راجه ناصر عباس لخوا د پورته كړو مختلف نكات ځواب وركولو كښې ده په اپوزېشن زور راوړو چې هغوي د قامي مسئلو حل او د جمهوري ادارو استحكام لپاره سياسي عمل كښې فعاله كردار ادا كړي۔رانا ثناﺀ الله ووئيل موجوده حكومت تل اپوزېشن ته بلنه وركړې چې هغوي رامخې ته شي او معاملات د خبرو اترو د لارې حل كړي٬حكومت غواړي چې اپوزېشن جمهوري عمل كښې موثر كردار ادا كړي خو افسوس لرو چې اپوزېشن د سياسي عمل په برخه جوړېدو آماده كيږي نه چې له امله يې بيا بيا د تعطل كيفيت راپېدا كيږي۔باني پي ټي آئي ته د صحت آسانيو وركولو په اړه ده ووئيل د قانون له مخې ټولې ترلاسه آسانۍ وركړې كيږي٬د سپريم كورټ په هدايات په زندان كښې د پي ټي آئي باني د ډاكټرانو پينل د لارې طبي معائنه هم شوې۔ د باني پي ټي آئي په ضد د مقدمو په اړه ده ووئيل عدالتونه مناسب فورم دے او هغه د قانون له مخې رېليف وركول شي










