اسلام آباد۔23فروري (اے پي پي ) د سېنېټ غونډه كښې د ګل په ورځ څلور شخصي بلونه په يو خله منظور کړے شول ۔ په منظور کړو بلونو كښې د زکوٰۃ و عشر (ترمیمي) بل 2025، اسلام آباد کیپیټل ټیریټري ممانعت جسمانی سزا (ترمیمی) بل 2022، د نیشنل سکیورټي کونسل (ترمیمی) بل 2023 او د ضابطه فوجداري (ترمیمی) بل 2024 شامل دي۔دا بلونه غونډه كښې سینیټرز ضمیر حسین ګھمرو، سعدیه …
د سينيټ غونډه كښې څلور شخصي بلونه په يوه خله منظور كړے شول

مزید خبریں
اسلام آباد۔23فروري (اے پي پي ) د سېنېټ غونډه كښې د ګل په ورځ څلور شخصي بلونه په يو خله منظور کړے شول ۔ په منظور کړو بلونو كښې د زکوٰۃ و عشر (ترمیمي) بل 2025، اسلام آباد کیپیټل ټیریټري ممانعت جسمانی سزا (ترمیمی) بل 2022، د نیشنل سکیورټي کونسل (ترمیمی) بل 2023 او د ضابطه فوجداري (ترمیمی) بل 2024 شامل دي۔دا بلونه غونډه كښې سینیټرز ضمیر حسین ګھمرو، سعدیه عباسي او شهادت اعوان وړاندې كرل ۔ غونډې د دې بلونو شق وار منظوري وركړه۔ بلخوا د سېنېټ چیئرمین سید یوسف رضا ګیلاني د دوو بلونو البیروني انټرنیشنل یونیورسټي بل 2025 او د کارپوریٹ سوشل رسپانسبلټي بل 2026 د تفصیلي غور و خوض لپاره اړوندو قائمه کمیٹیو ته وسپارل ۔سینیټرز خالد طاهر او شیري رحمٰن غونډه كښې د البیروني انټرنیشنل یونیورسټي اسلام آباد جوړولو په ره بل (البیروني انټرنیشنل یونیورسټي بل 2025) او د کارپوریټ سوشل رسپانسبلټي بل 2026 وړاندې كړل۔










