وزيراعظم نن څخه د شيخ تميم بن حمد الثاني په بلنه د قطر دوه ورځنۍ دوره كوي: خارجه دفتر

اسلام آباد۔23 فروری(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف (نن) د فرورۍ 23 مې نېټې څخه دقطر امير شېخ تميم بن حمد الثاني په بلنه د قطر دوه ورځنۍ سركاري دوره كوي۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزیرِاعظم شهباز شریف سره د دې دورې په مهال به نائب وزیرِاعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار ٬ نور وفاقي وزيران او اعلی چارواكي هم …

اسلام آباد۔23 فروری(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف (نن) د فرورۍ 23 مې نېټې څخه دقطر امير شېخ تميم بن حمد الثاني په بلنه د قطر دوه ورځنۍ سركاري دوره كوي۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزیرِاعظم شهباز شریف سره د دې دورې په مهال به نائب وزیرِاعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار ٬ نور وفاقي وزيران او اعلی چارواكي هم وي۔ دا دوره د دواړو هېوادونو د ژورو او د ورورولۍ اړيكو عكاسي كوي او په بېلو څانګو كښې د همكارۍ لا مضبوطولو عزم په ډاګه كوي۔ په دوحه كښې د پاتې كېدو په مهال به وزيراعظم شېخ تمیم بن حمد الثانی سره دوه اړخيزه ملاقاتونه كوي په كومو كښې به چې په سياسي تړون ٬ اقتصادي همكارۍ ٬ توان شراكتدارۍ او په اولسي كچه د تړون په شمول د دوه اړخيزه اړيكو په ټولو اړخونو د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔ دواړه اړخونه به د تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ توان ٬ بنيادي اډانې پرمختګ او د افرادي قوت برآمد څانګو كښې همكارۍ لپاره نوې موقعې هم لټوي۔ د دواړو هېوادونو ترمينځه په شريك باور او په نړيوالو فورمونو نزدې رابطه اډانه لرونكې پخوانۍ همكاري موجود ده۔ دا دوره به د دواړو هېوادونو مشرتابه ته د شريكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونې او منطقه كښې امن ٬ استحكام او سوكالۍ له په ګډه د كار كولو عزم پخلي كولو موقع وركړي۔

مزید خبریں