پېنډۍ 23 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي پارليماني سېکرټري دانيال چوهدري وئيلي دي چې د پاکستان امنيتي ځواكونو په افغانستان كښې د ترهګرو په ضد کامياب انټېلي جنس بېسډ آپرېشن كړے چې پكښې په هېواد كښې د ترهګرۍ په سنګين وارداتو كښې ملوث عناصر په نښه كړې شوي٬ دا عناصر په جوماتونو٬ مدرسو٬ ماشومانو٬ وګړو او امنيتي ځواكونو بريدونو كښې ككړ وو۔ خپل يو بيان كښې …
امنيتي ځواكونو په افغانستان كښې د ترهګرو په ضد کامياب انټيلي جنس بيسډ آپريشن كړے: دانيال چوهدري

مزید خبریں
پېنډۍ 23 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي پارليماني سېکرټري دانيال چوهدري وئيلي دي چې د پاکستان امنيتي ځواكونو په افغانستان كښې د ترهګرو په ضد کامياب انټېلي جنس بېسډ آپرېشن كړے چې پكښې په هېواد كښې د ترهګرۍ په سنګين وارداتو كښې ملوث عناصر په نښه كړې شوي٬ دا عناصر په جوماتونو٬ مدرسو٬ ماشومانو٬ وګړو او امنيتي ځواكونو بريدونو كښې ككړ وو۔ خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې د ټارګټډ کارروائۍ په مهال تقريباً 70 ترهګر وژلي شي او په ټول اپرېشن كښې يو ماشوم يا سويلين ته زيان نه دے رسېدلے۔ ده ووئيل کارروائي ډېر په مهارت او د مصدقه خفيه معلوماتو په بنياد شوې او يوازې ھغه ترهګر په نښه كړې شوي كوم چې په پاكستان بريدونو كښې نېغ په نېغه ملوث وو۔ بېرسټر دانيال چوهدري ووئيل نړيواله ورورولي او په خاص توګه ملګري ملتونه د دې خبرې نه خبر دي چې افغانستان د ترهګرو ډلو محفوظ پناه ګاه جوړ شوے دے۔










