د وزير مملکت طلال چوهدري په مشرۍ كښې د داخله وزارت پلاوي د انقره دوه ورځنۍ دوره كاميابۍ سره ترسره كړه

اسلام آباد 23 فروري (اے پي پي) د وزير مملکت طلال چوهدري په مشرۍ كښې د داخله وزارت سركاري پلاوي د انقره دوه ورځنۍ دوره په كاميابۍ سره سر ته رسولې۔ د داخله وزارت وياند له مخې د دورې په مهال وزير مملکت طلال چوهدري د ترك نائب وزير داخله سره ملاقات هم كړې چې پكښې اداره جارتي مرستې او شريكو رابطو ته په لا وده وركولو اتفاق شوے۔ پلاوي …

اسلام آباد 23 فروري (اے پي پي) د وزير مملکت طلال چوهدري په مشرۍ كښې د داخله وزارت سركاري پلاوي د انقره دوه ورځنۍ دوره په كاميابۍ سره سر ته رسولې۔ د داخله وزارت وياند له مخې د دورې په مهال وزير مملکت طلال چوهدري د ترك نائب وزير داخله سره ملاقات هم كړې چې پكښې اداره جارتي مرستې او شريكو رابطو ته په لا وده وركولو اتفاق شوے۔ پلاوي د پوليس، ترهګرۍ مخنيوي، امېګرېشن او نارکوټکس د محکمو دوره هم وكړه چې پكښې په وظيفائي همكارۍ تفصيلي خبرې وشوې۔ وزير مملکت د روژې مباركې مياشتې په موقع د وزيراعظم شهباز شريف او داخله وزير محسن نقوي لخوا د نېكو هيلو پېغام د تركيه چارواكو ته ورسولو۔ په دې دوره كښې د ‎پاکستان او ترکيه ترمېنځه امن او سېکيورټي مرسته لا مستحكم كولو له د عزم پخلے شوے

مزید خبریں