پېنډۍ 23 فروري (اے پي پي) امنيتي ځواكونو د بلوچستان په پشين ضلع كښې د ترهګرو د موجودګۍ په اطلاع كاميابه كارروائي كولو سره د ځانمرګي بريد كوونكي پشمول د فتنة الخوارج 5 ترهګر وژلي۔ د آئي اېس پي آر له مخې د فرورۍ په 22مه نېټه امنيتي ځواكونو د بلوچستان په ضلع پشين كښې هندي پراکسي فتنة الخوارج سره د تعلق لرونكو خوارجو د موجودګۍ په اطلاع انټېلي جنس …
د امنيتي ځواكونو د بلوچستان په پشين ضلع كښې د ترهګرو د موجودګۍ په اطلاع كاميابه كارروائي٬ د ځانمرګي بريد كوونكي پشمول د فتنة الخوارج 5 ترهګر ووژل شول: آئي ايس پي آر

مزید خبریں
پېنډۍ 23 فروري (اے پي پي) امنيتي ځواكونو د بلوچستان په پشين ضلع كښې د ترهګرو د موجودګۍ په اطلاع كاميابه كارروائي كولو سره د ځانمرګي بريد كوونكي پشمول د فتنة الخوارج 5 ترهګر وژلي۔ د آئي اېس پي آر له مخې د فرورۍ په 22مه نېټه امنيتي ځواكونو د بلوچستان په ضلع پشين كښې هندي پراکسي فتنة الخوارج سره د تعلق لرونكو خوارجو د موجودګۍ په اطلاع انټېلي جنس بېسډ عمليات وكړل٬ د عملياتو په مهال امنيتي ځواكونو د بېلا بېلو وسلو د لارې خوارج په نښه كړل٬ د ډزو د تبادلې نه وروسته يو ځانمرګي بريد كوٶنكو د بزدلۍ مظاهره كولو سره خپل ځان والوځولو او نور څلور خوارج ووژل شول٬ دوي څخه وسله ٬ ګوله بارو او چاٶدېدونكې توكې برآمد شوېدي٬ وژلې شوي ترهګر په سيمه كښې د ترهګرۍ په يو شمېر كاروائيو كښې ملوث ٶ٬ په سيمه كښې د موجود هر ډول هندي پراكسيز ترهګرو خاتمې لپاره”سېنېټائزېشن آپرېشن” جاري دے۔ د نېشنل اېکشن پلان د وفاقي اېپکس کمېټۍ د منظور شوې وژن “عزمِ استحکام” له مخې د امنيتي ځواكونو او د پاکستان قانون نافذ كوٶنكې ادارو لخوا د ترهګرو په ضد دا كمپائن به بشپړه قوت سره جاري وي دغسې چې هېواد څخه په غېر ملكي سرپرستۍ كښې د روانې ترهګرۍ لعنت په بشپړه توګه ختم كړے شي










