اسلام آباد 22 فروري (اے پي پي) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري وئيلي د پاکستان په ضد د سازشونو جال جوړونكو ته يو ځل بيا واضحه پيغام ترلاسه شوې، پاکستان کمزورے نه دے،دا د شهيدانو په وينه قوي شوے۔د سماجي رابطے په ويب سائټ ايکس په خپل يو پوسټ كښې وفاقي وزير وئيلي چې افغانستان كښې د هند په سرپرستۍ كښې فتنه الخوارج په ژالو پاك …
د پاکستان په ضد د سازشونو جال جوړونكو ته يو ځل بيا واضحه پيغام ترلاسه شوې، پاکستان کمزورے نه دے،دا د شهيدانو په وينه قوي شوے۔ د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري ټويټ

مزید خبریں
اسلام آباد 22 فروري (اے پي پي) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري وئيلي د پاکستان په ضد د سازشونو جال جوړونكو ته يو ځل بيا واضحه پيغام ترلاسه شوې، پاکستان کمزورے نه دے،دا د شهيدانو په وينه قوي شوے۔د سماجي رابطے په ويب سائټ ايکس په خپل يو پوسټ كښې وفاقي وزير وئيلي چې افغانستان كښې د هند په سرپرستۍ كښې فتنه الخوارج په ژالو پاك فضائيه په وخت او مؤثره کارروائي په اصل كښې د هغه بے ګناه وګړو بدل اخستل وو كوم چې د ترهه ګرۍ په اوور سوزولې شوي۔ده ووئيل دا يواځې يو آپريشن نه ؤ،د هري مور د اوښكو ځواب وو كومو چې خپل بچي په هېواد قرباني كړي،دا د هر هغه بچي د خوابونو دفاع وه كوم چې يو محفوظ پاکستان غوښتلو۔ډاکټر طارق فضل چوهدري ووئيل څوك چې هم د پاکستان کمزوري ګڼلو غلطي كوي،هغه به ياد ساتي ٬ مونږ د امن خوښي ضرور لرو،خو په خپله خاوره،خپل اولس او خپل وقار به څه سمجھوته نه شي كولې۔څوك چې هم په غلطه سترګه ګوري،هغه به بربادولې شي۔وفاقي وزير ووئيل دا هېواد زمونږ پهچان دے، زمونږ غيرت دے،زمونږ ايمان دے۔ده ووئيل پاکستان وړاندې هم وو ، پاکستان نن هم دے او پاكستان به عمر له وي۔ډاکټر طارق فضل چوهدري د خپل پوست په آخر كښې پاکستان تر ټولو اول،سره د قومي بيرغ عكس هم شيئر کړې دے۔










