پاكستان كښې د اسكائوټنګ ودي او ځوانانو ښېګړے لپاره به هر ممكن اقدامات كولې شي۔د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د سكائوټس نړيوالي ورځ په موقع پيغام

اسلام آباد 22 فروري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي چې اسكاوټس د ځوانانو نسل كردار سازي، نظم و ضبط، حب الوطني او انسانيت خدمت جذبے ته وده وركولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ د اسكاوټس مړيوالي ورځ په موقع په خپل پيغام كښې د اسكاوټس خذمات ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ده ووئيل د اسكاؤټ تحريك ځوانان مثبت هلو ځلو پلو راغب كولو او …

اسلام آباد 22 فروري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي چې اسكاوټس د ځوانانو نسل كردار سازي، نظم و ضبط، حب الوطني او انسانيت خدمت جذبے ته وده وركولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ د اسكاوټس مړيوالي ورځ په موقع په خپل پيغام كښې د اسكاوټس خذمات ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ده ووئيل د اسكاؤټ تحريك ځوانان مثبت هلو ځلو پلو راغب كولو او هغه د ټولني ذمه وار وګړي جوړولو كښې په زړه پوري حيثيت لري۔د سېنېټ سيكرټريټ د اړخه جاري شوې بيان كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د پاكستان اسكاوټس قدرتي آفتونو، هنګامي حالات او سماجي خدمات په بېلو څانګو كښې په زړه پوري برخه اخستي،كومه چې د ستائني وړ ده۔ده د دې عزم څركندونه وكړه چې د ځوانانو صلاحيتونه كارولو سره او د هغوي مثبت تربيې لپاره د اسكاوټنګ په شان ادارو قوي كولو او فعاله كولو ته اړتيا ده دغسې چې ټولنه كښې مرستي ، ورورولۍ او خدمتِ خلق جذبے ته وده وركړې شي۔سيد يوسف رضا ګيلاني په خپل پيغام كښې په دې خبره زور راوړو چې ځوانان د هېواد قيمتي سرمايه ده او اسكاوټ تحريك هغوي له د ں قيادت، خود اعتمادۍ او قومي پرمختګ كشې د كردار ترسره كولو موقع وركوي۔ده د اسكاوټس نړيوالي ورځ په موقع د دې عزم پخلے وكړو چې پاكستان كښې اسكاؤټنګ ودي او ځوانانو ښېګړې لپاره به هر ممكن هڅي كولې شي۔

مزید خبریں