اسلام آباد 22 فروري (اے پي پي) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي چې د پارليماني چارو وزارتِ افرادي قوت او ذيلي محكمو په لحاظ سره كوچنې وزارت باوجود پارليماني چارو كښې مهم كردار ترسره كوي۔د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ د وزيراعظم د امريكې اوسنۍ دورے په مهال د وزيراعظم شهباز شريف او فيلډ مارشل سيد عاصم منير قائدانه صلاحيتونو او شخصيت په اړه چې كوم …
د پارليماني چارو وزارتِ، پارليماني چارو كښې مركزي كردار ترسره كوي۔ ډاكټر طارق فضل چوهدري مركه

مزید خبریں
اسلام آباد 22 فروري (اے پي پي) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي چې د پارليماني چارو وزارتِ افرادي قوت او ذيلي محكمو په لحاظ سره كوچنې وزارت باوجود پارليماني چارو كښې مهم كردار ترسره كوي۔د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ د وزيراعظم د امريكې اوسنۍ دورے په مهال د وزيراعظم شهباز شريف او فيلډ مارشل سيد عاصم منير قائدانه صلاحيتونو او شخصيت په اړه چې كوم تعريف كړې دے نړۍ ته ئې د پاكستان په اړه يو مثبت پيغام وركړې دے۔ وزيراعظم د پارليماني چارو وزارت كاركردګي په خاص توګه ستائلي ده۔د جمعې په ورځ اے پي پي سره خپله مركه كښې ده ووئيل د پارلماني چارو وزارت عمله د نورو وزارتونو مقابله كښې تر ټولو كمه ده خو دا وزارت د ټولو وزارتونو څخه زيات اهميت لري،د پارليمنټ ټول بزنس د دې وزارت د لارې كيږي۔ده ووئيل قومي اسمبلي او سېنېټ غونډو پهم هال د ټولو وزارتونو نمائندګي هم په ايوان كښې د پارلماني چارو وزارت كوي،قانون سازۍ كښې پارليماني چاري په زړه پوري كردار لري او د قانون وزارت سره په ګډه مونږ دا ټول كار كوو۔ده ووئيل ټول حكومتي بلز د پارلماني چارو وزارت راوړي،سېنېټ او قومي اسمبلۍ آرډر آف دي ډيز هم د پارليماني چارو وزارت د لارې راځي۔ده ووئيل يو كال په پوره كيدو مونږ د كاركردګۍ په اړه يو پيپر هم شائع كړې چې پكښې د پارلماني چارو وزارت كاركردګي تفصيل سره احاطه كړې شوي۔ده ووئيل ټولو وزارتونه د پارليمان په اړه پوښتني،پام راګرځوني نوټسز او ټولي نوري چاري د پارليماني چارو وزارت د لارې ترسره كيږي۔ده ووئيل وزيراعظم د پارليماني چارو وزارت كاركردګۍ په خاص توګه ستائنه كړي۔د يوې پوښتني په ځواب ده ووئيل كابينه كښې د رد و بدل پريكړه وزيراعظم كوي، شهباز شريف د يو ښه كپتان په شان ښه كار كونكو له شاباشې وركوي او په ښه كار نه كولو د خفګان څرګندونه كوي۔ده ووئيل مونږ د ترهه ګرۍ سره مخ يو كوم چې يو چيلنج دے ،د ترهه ګرۍ مخنيوي لپاره په زړه پوري هڅي كوو۔ده ووئيل د هند په ضد آپريشن بنيان المرصوص كښې ښه كاميابۍ نه پس نړۍ پاكستان ته يو مختلف زاويے او نقطه نظر سره ګوري۔ده ووئيل د دې لوئ مثال د وزيراعظم د امريكې اوسنۍ دورے په مهال د امريكې صدر ټرمپ د وزيراعظم شهباز شريف او فيلډ مارشل سيد عاصم منير قائدانه صلاحيتونه او شخصيت په اړه چې كومه ستائنه كړي،نړۍ ته هغې څخه د پاكستان په اړه مثبت پيغام وركړې شوي چې څه ډول پاكستان مخ په وړاندې روان دے۔ده ووئيل انشاءالله هېواد به نور هم پرمختګ وكړي۔










