اسلام آباد 21 فروري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني بنوں كښې د سکيورټي فورسز په ډله د فتنه الخوارج ترهه ګرو د بريد غندنه وكړه،ده دا بزدلانه کارروائي امن و استحکام په ضد ناوړه سازش ګرځولو سره وئيلي چې ترهه ګري به په هيڅ قبلولې نشي او دې ډول کارروائيو سره زمونږ عزم كمزورې كيدے نشي۔د خالي په ورځ د سېنېټ سيکرټريټ د اړخه جاري …
د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني بنوں كښې د سکيورټي فورسز په ډله د فتنه الخوارج ترهه ګرو د بريد غندنه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 21 فروري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني بنوں كښې د سکيورټي فورسز په ډله د فتنه الخوارج ترهه ګرو د بريد غندنه وكړه،ده دا بزدلانه کارروائي امن و استحکام په ضد ناوړه سازش ګرځولو سره وئيلي چې ترهه ګري به په هيڅ قبلولې نشي او دې ډول کارروائيو سره زمونږ عزم كمزورې كيدے نشي۔د خالي په ورځ د سېنېټ سيکرټريټ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د هېواد دفاع او سلامتيا لپاره د پاك پوح او نورو ادارو قربانۍ د هيرولو نه دي۔ټول قوم د خپلو بهادرو ځوانانو سره ولاړ دے او د هېواد دښمنه عناصرو ناوړه عزائم به هر صورت كښې ناكامه كولې شي۔ده د دې عزم پخلے وكړو چې د ترهه ګرو په ضد د پريكړي وړ کارروائي به رواني وي او رياست به په هر صورت كښې خپل رټ برقرار ساتي۔ سېنېټ چيئرمېن ووئيل د سکيورټي فورسز په وخت او مؤثره ځوابي کارروائي په نتيجه كښې ګڼ ترهه ګر وژلې شوي،كوم چې د دې خبري ښكاره ثبوت دے چې زمونږ ځوانان د هر چيلنج مقابله کولو بشپړه صلاحيت لري۔د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني په بريد كښې د شهيد شوې ليفټيننټ کرنل شهزاده ګلفراز او سپاهي کرامت شاه کورنۍ سره غمرازي كولو سره د يووالي څرګندونه وكړه۔ده د شهيدانو لوړو درجو او غمجنو كورنيو زغم له دعا اوكړه۔










