د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره وفاقي وزيرانو ملاقات

اسلام آباد 21 فروري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د مسلم ليګ قائد اعظم ، ايم کيو ايم او بلوچستان عوامي پارټي وفاقي وزيرانو ملاقات كړې دے۔ ملاقات کونكو وفاقي وزيرانو كښې د مسلم ليګ قائداعظم چوهدري سالك حسين، ايم کيو ايم خالد مقبول صديقي او بلوچستان عوامي پارټي خالد مګسي شامل وو۔د كورنيو چارو وزارت د اړخه د خالي په ورځ جاري شوې …

اسلام آباد 21 فروري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د مسلم ليګ قائد اعظم ، ايم کيو ايم او بلوچستان عوامي پارټي وفاقي وزيرانو ملاقات كړې دے۔ ملاقات کونكو وفاقي وزيرانو كښې د مسلم ليګ قائداعظم چوهدري سالك حسين، ايم کيو ايم خالد مقبول صديقي او بلوچستان عوامي پارټي خالد مګسي شامل وو۔د كورنيو چارو وزارت د اړخه د خالي په ورځ جاري شوې اعلاميے له مخې په دې موقع د هېواد په مجموعي صورتحال او داخلي سلامتيا په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ملاقات كښې د هېواد په موجوده سياسي صورتحال هم خبري اتري وشوي۔د كورنيو چارو وزير محسن نقوي د درې واړو ګوندونو لارښود د کے پي کے او بلوچستان صورتحال څخه خبر كړل او امن لپاره د روانو اقدامات په اړه ئې ووئيل۔وفاقي وزيرانو چوهدري سالك حسين، خالد مقبول صديقي او خالد مګسي امن لپاره د فيلډ مارشل جنرل عاصم منير مخلصانه هڅي ستائلو سره ووئيل زمونږ ګوندونه پاکستان كښې د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره سکيورټي فورسز سره اوږه په اوږه ولاړ دي۔دوي ښكاره اعلان وكړو چې زموڼږ ګوندونه به عمر له د سکيورټي فورسز سره ولړ وي۔ ‎وفاقي وزيرانو امن بحالۍ او ترهه ګرۍ ختمولو لپاره په ګډه د كار كولو عزم پخلے وكړو او امن لپاره د سکيورټي فورسز د مړاني کارروائيو ته ئې پيرزوئنې وړاندې كړي۔وفاقي وزيرانو فتنه الخوارج ترهه ګرو په ضد په مړانه جنګيدو سره شهيد شويو ځوانانو ته پيرزوئنې وړاندې كړې كولو سره وئيلي چې د شهيدانو كورنيو سره ولړ يو او عمر له به هغوي سره ولاړ يو۔

مزید خبریں