آئي سي سي مينز ټي 20 ورلډ کپ،د پاکستان او نيوزي لينډ ترمينځه ميچ به (نن) آر پريما داسا سټيډيم کولمبو كښې كيږي

کولمبو 21 فروري (اے پي پي)آئي سي سي مينز ټي20 ورلډ کپ 2026 سپر ايټ مرحلے كښې د ګروپ ټو مهمه مقابله به (نن)د پاکستان او نيوزي لينډ ترمينځه آر پريما داسا سټيډيم کولمبو كښې كيږي، ميچ به ماښام 7 بجے پېل كيږي۔پچ رپورټ له مخې آر پريما داسا اسټيډيم وکټ د سپنرز لپاره ښه ثابتيدے شي او باؤنډريز لري والي په وجه رنز جوړول به آسان نه وي۔ماښام په …

کولمبو 21 فروري (اے پي پي)آئي سي سي مينز ټي20 ورلډ کپ 2026 سپر ايټ مرحلے كښې د ګروپ ټو مهمه مقابله به (نن)د پاکستان او نيوزي لينډ ترمينځه آر پريما داسا سټيډيم کولمبو كښې كيږي، ميچ به ماښام 7 بجے پېل كيږي۔پچ رپورټ له مخې آر پريما داسا اسټيډيم وکټ د سپنرز لپاره ښه ثابتيدے شي او باؤنډريز لري والي په وجه رنز جوړول به آسان نه وي۔ماښام په وخت د باران هم امكان ظاهر شوے،چې له امله ئې د پاکستان پريکټس سيشن منسوخ شوې۔دا مقابله سپر ايټ مرحلے كښې د دواړو ډلو لپاره زيات اهميت لري او نتيجه د سيمي فائنل په زغل اثرات مرتب کولې شي۔

مزید خبریں