لندن 21 فروري (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف ضلع بنوں كښې د فتنه الخوارج ترهه ګرو د اړخه د امنيتي ځواكونو په قافله د بريد غندنه كولو سره د پاك پوځ ليفټيننټ کرنل شهزاده ګل فراز او سپاهي کرامت شاه په شهادت د افسوس څرګندونه وكړه۔د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم په بريد كښې د شهيد شويو كسانو …
وزيراعظم شهباز شريف ضلع بنوں كښې د فتنه الخوارج ترهه ګرو د اړخه د امنيتي ځواكونو په قافله د بريد غندنه وكړه

مزید خبریں
لندن 21 فروري (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف ضلع بنوں كښې د فتنه الخوارج ترهه ګرو د اړخه د امنيتي ځواكونو په قافله د بريد غندنه كولو سره د پاك پوځ ليفټيننټ کرنل شهزاده ګل فراز او سپاهي کرامت شاه په شهادت د افسوس څرګندونه وكړه۔د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم په بريد كښې د شهيد شويو كسانو لوړو درجو او غمجنو كورنيو زغم لپاره دعا وكړه۔ وزيراعظم د فتنه الخوارج ناوړه عزائم ناکامه كولو سره د 5 ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئني وړاندې كړي۔ده ووئيل د فتنه الخوارج د اړخه د رووې مباركي مياشت په مهال د ترهه ګرۍ هڅي دې خبري ثبوت دے چې ترهه ګر كوم هم مذهب نه لري، امنيتي ځواكونو په وخت کارروائي کولو سره ښار د لوئ زيان څخه بچ كړې۔ وزيراعظم ووئيل عزم استحکام ويژن ترمخه امنيتي ځواكونو د ترهه ګرۍ په ضد لوئ کاميابۍ ترلاسه كړي،ټول قوم د ترهه ګرۍ په ضد په دې جنګ كښې د پاك پوځ سره ولاړ دے،مونږ د هېوتاد څخه د هر ډول ترهه ګرۍ ختمولو له لوظي يو۔










