اسلام آباد ۔ 20 فروري (اے پي پي) سپريم كورټ آف پاكستان په سروس مېټر كشې د حكومت اپيل زائد المعياد ګرځولو سره خارج كړو۔ عدالت په تاخير د پخښنې غوښتلو استدعا هم مسترد كړه۔ جسټس عائشه ملك ليكلې پرېكړه جاري كولو سره ووئېل حكومت ته به هم په عدالت كښې هغه پروټوكول تر لاسه كېږي كوم چې يو عام وګري ته تر لاسه كېږي۔ كړو او ده ته به …
سپريم كورټ سروس مېټر كښې د حكومت اپيل په زائد المعياد ګرځولو خارج كړو

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 20 فروري (اے پي پي) سپريم كورټ آف پاكستان په سروس مېټر كشې د حكومت اپيل زائد المعياد ګرځولو سره خارج كړو۔ عدالت په تاخير د پخښنې غوښتلو استدعا هم مسترد كړه۔ جسټس عائشه ملك ليكلې پرېكړه جاري كولو سره ووئېل حكومت ته به هم په عدالت كښې هغه پروټوكول تر لاسه كېږي كوم چې يو عام وګري ته تر لاسه كېږي۔ كړو او ده ته به هم د يو د عام وګري غوندې د قانو باېندي كول وي۔ پرېكره كشې ووئېل شول د دفترونو دننه رولز يا انتظامي ستونزې د ټاكلي قانوني مودې نه بالا نشي ګرځېدې۔ عدالت ريماركس وركړل د سركاري افسرانو كمے ٬ د كميټيو غونډې نه كېدل يا د افسر د بدلۍ غوندې عوامل د حكومت خپله انتظامي چاره ده٬ د دغې په بنياد تاخير جائز نشي ګرځولې كېدے۔ د بېورو كرېسي د سست والي بار په عدالت يا په كوم بل فريق نشي اچوالې كېدے۔ ليكلې پركړې تر مخه په قانون عمل درآمد د اسفرانو د سهولت تابع نه دے بلكې نظم و ضبط او د ټاكلې مودې د پابندۍ تقاضا ده لري ۔ د رېكارډ تر مخه وفاقي حكومت ل په 60 ورځو تېرېدو نه بس د 20 ورځو په تاخير اپيل دائر كړے ؤ كوم چې عدالت د قبلولو وړ ونه ګرځولو سره خارج كړو۔










