آئي سي سي ټي ټونټي ورلډ كپ سپر 8 راؤنډ ، سبا پاكستان او نیوزی لینډ مبارزې له ميدان ته كوزيږي

کولمبو ۔20 فروری(اے پی پی) په آئی سی سی ټی ټونټی ورلډ کپ سپر 8 راؤنډ كښې سبا د خالي په ورځ د پاكستان او نيوزي لېنډ كركټ لوبډلې د سري لنكا پلازمينې كولمبو په آرپریما داسا سټیډیم كښې مبارزې لپاره مېدان ته كوزيږي۔ د آئی سی سی د قواعدو له مخې ، د ټی ټونټی نړيوال كپ ليګ پړاؤ لپاره او سپر 8 مېچونو لپاره كومه ریزرو ورځې ټاكلې …

کولمبو ۔20 فروری(اے پی پی) په آئی سی سی ټی ټونټی ورلډ کپ سپر 8 راؤنډ كښې سبا د خالي په ورځ د پاكستان او نيوزي لېنډ كركټ لوبډلې د سري لنكا پلازمينې كولمبو په آرپریما داسا سټیډیم كښې مبارزې لپاره مېدان ته كوزيږي۔ د آئی سی سی د قواعدو له مخې ، د ټی ټونټی نړيوال كپ ليګ پړاؤ لپاره او سپر 8 مېچونو لپاره كومه ریزرو ورځې ټاكلې شوې نه ده۔ كه دواړه لوبډلې لږ تر لږ 5 اوورز لوبه كولو كې كاميابې نه شي نو هرې يوې ډلې له به يو يو پوائنټ وركول وي۔ له دې څخه وړاندې د نمیبیا او آئرلېنډ ترمينځه مېچ د باران له امله منسوخ شوے و او دواړو لوبډلو ته يو يو پوائنټ وركړے شوے و۔ د موسمي حالاتو د پېشګويۍ له مخې د خالي په ورځ په كولمبو كښې 80 څخه تر 85 فیصد د باران امكان دے۔ دغسې 8 فيصده د برېښنا تندرونو پرېوتو امكان هم ښودلے شوے دے۔ په ښار كښې په مجموعي توګه د 6.7 ملی میټر باران پېشګوئي شوې ده۔ چې له امله يۍ مېچ اغېزمن كېدے شي

مزید خبریں