اسلام آباد 19 فروري (اے پي پي) د غريبۍ ختمولو وفاقي وزير سيد عمران احمد شاه د زيارت په ورځ اسلام آباد كښې د نيوکليئر ميډيسن، آنکولوجي و ريډيوتھراپي انسټيټيوټ(نوري) دوره وكړه چرته چې هغه د پاکستان بيت المال په مرسته د کينسر مستحق رنځورانو لپاره د روان فلاحي اقدامات جاج واخست۔ ممبر (سائنس) پاکستان اټامك انرجي کمېشن (پي اے اي سي)، ډائريکټر جنرل (کينسر هسپتال) او ډائريکټر نوري د …
د غريبۍ ختمولو وفاقي وزير سيد عمران احمد شاه د نيوکليئر ميډيسن، آنکولوجي و ريډيوتھراپي انسټيټيوټ(نوري) دوره، د پاکستان بيت المال په مرسته د کينسر مستحق رنځورانو لپاره د فلاحي اقدامات جاج واخستلے شو

مزید خبریں
اسلام آباد 19 فروري (اے پي پي) د غريبۍ ختمولو وفاقي وزير سيد عمران احمد شاه د زيارت په ورځ اسلام آباد كښې د نيوکليئر ميډيسن، آنکولوجي و ريډيوتھراپي انسټيټيوټ(نوري) دوره وكړه چرته چې هغه د پاکستان بيت المال په مرسته د کينسر مستحق رنځورانو لپاره د روان فلاحي اقدامات جاج واخست۔ ممبر (سائنس) پاکستان اټامك انرجي کمېشن (پي اے اي سي)، ډائريکټر جنرل (کينسر هسپتال) او ډائريکټر نوري د وفاقي وزير هركلے وكړو۔ په دې موقع په خپلو خبرو كښې سيد عمران احمد شاه د اے اي سي ايچ نوري او پي اے اي سي نورو روغتونونو ښه خدمات ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔ده ووئيل نن دا دوره د وزيراعظم شهباز شريف د وژن له مخې ده چې ترمخه يې غريبۍ كښې كمے يواځې يو غږ نه بلکه زمونږ لپاره يو مشن دے۔ وفاقي وزير ووئيل پاکستان بيت المال او نور د سماجي تحفظ پروګرامونو دائره به راروان بجټ كښې پراخه كولې شي دغسې چې مستحق رنځورانو ته زياته ګټه ورسولې شي۔وفاقي وزير د حکومت د اړخه د پاکستان بيت المال كښې د اوسني اقدامات څخه خبر كړے شو چې ورسره مستحق رنځورانو ته ګټه رسېدلې۔ وفاقي وزير ووئيل د انفرادي مالي معاونت(ميډيکل) حد يو مليون روپو څخه يو نيم ملين روپو ته رسولے شوے۔ 2008ء نه تر اوسه پاکستان بيت المال اے اي سي ايچ نوري لپاره نزدې درې اربه 44 کروړه روپۍ بېلي كړي چې ورسره نزدې د 29 زره رنځورانو درملنه ممكن شوې ۔سږ كال تر اوسه نوري 1008 رنځورانو لپاره د بيت المال د اړخه 22 کروړه 68 لکهه مالي معاونت وركړے دے ۔










