د مذهبي چارو وزير مملكت كهيئل داس كوهستاني سره د نيدر لينډز سفير رابرټ جان سګرټ وليدل٬د مذهبونو تر مينځه د همغږۍ ودې٬د اقليتونو حقونو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 19 فروري (اے پي پي) د مذهبي چارو وزير مملكت كهيئل داس كوهستاني سره د نيدر لينډز سفير رابرټ جان سګرټ په دفتر كښې ليدلي دي ۔دواړو لارښوو د مذهبونو تر مينځه د همغږۍ ودې٬د اقليتونو حقونو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔په ملاقات كښې په سيمه كښې امن٬رورورلۍ٬ د مكالمې ودې او د اسلاموفوبيا په ضد د شريكو اقداماتو په عزم زور …

اسلام آباد 19 فروري (اے پي پي) د مذهبي چارو وزير مملكت كهيئل داس كوهستاني سره د نيدر لينډز سفير رابرټ جان سګرټ په دفتر كښې ليدلي دي ۔دواړو لارښوو د مذهبونو تر مينځه د همغږۍ ودې٬د اقليتونو حقونو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔په ملاقات كښې په سيمه كښې امن٬رورورلۍ٬ د مكالمې ودې او د اسلاموفوبيا په ضد د شريكو اقداماتو په عزم زور راوړلے شو ۔وزير مملكت ووئيل قائداعظم په 11 اګست 1947 په خپله وېنا كښې د اقليتونو يو برابر حقونه واضحه كړي او د پاكستان په آئين كښې ټولو مذهبي اقليتونو ته تحفظ ترلاسه دې۔ده ووئيل وزارت په ټول هېواد كښې د مذهبونو ترمينځه مكالمې ته وده وركوي او د حكومتي وژن له مخې د ټولو اقليتونو مذهبي تهوار په سركاري سرفهرستۍ كښې لمانځلے كيږي۔ده ووئيل د مذهبي چارو وزارت د اقليتونو ښېګړی فنډ ترمخه غېر مسلمه ماشومانو له تعليمي وضائف وركړي او د مذهبي عبادت ځايونو ښكلا لپاره يې هم اقدامات كړې دي ۔

مزید خبریں