نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د نيويارك كښې د نتيجې وړ يوه ورځنۍ سركاري دوره مكمل شوه

اسلام آباد 19فروری (اے پی پی)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د نيويارك مصروفه او د نتيجې وړ يوه ورځنۍ سركاري دوره بشپړه كړه۔ده د دورې په مهال د فلسطين په اړه د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل اعلٰی كچ غونډه كښې ګډون وكړو چې مشري يې د برتانيې خارجه وزير وكړه۔دا غونډه د بورډ آف پيس (بي او پي)پرانستې غونډې څخه وړاندې شوې۔د خارجه دفتر لخوا جاري …

اسلام آباد 19فروری (اے پی پی)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د نيويارك مصروفه او د نتيجې وړ يوه ورځنۍ سركاري دوره بشپړه كړه۔ده د دورې په مهال د فلسطين په اړه د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل اعلٰی كچ غونډه كښې ګډون وكړو چې مشري يې د برتانيې خارجه وزير وكړه۔دا غونډه د بورډ آف پيس (بي او پي)پرانستې غونډې څخه وړاندې شوې۔د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير د نيويارك دورې په مهال ګڼ شمېر دوه اړخيزه ملاقاتونه او نور سركاري مصروفيات هم ترسره كړل ۔ده د سلامتي كونسل غونډې ته وينا كښې مقبوضه لويديزه غاړه كښې د اسرائيل لخوا د اوسنو يوه اړخيزه او غېر قانوني اقدامات د كوم مقصد چې كنټرول لا پراخه كول دي٬سخته غندنه وكړه او د دغې اقدامات په سمدستي توګه مخ نيوي او د بيرته اخستلو غوښتنه يې وكړه۔ده د پاكستان اصولي دريځ پخلې كولو سره د فلسطين اولس د ناقابل تنسيخ حق خود اراديت د ملاتړ پخلے وكړو كوم چې د نړيوال قانون او ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې يو د باور وړ او د سياسي عمل د لارې باوري كول پكار دے۔ده په دې خبره زور راوړو چې دې عمل له د جون 1967 څخه په وړاندې پولو د يو آزاد٬خپلواكه٬ د عمل وړ او د متصل فلسطيني رياست قيام له يو موټې كيدل پكار دي د كوم پايه تخت چې القدس الشريف وي۔ده هيله څرګند كړه چې د قرارداد 2803 فريم ورك له مخې بورډ آف پيس به دې مقاصد ترلاسه كولو لپاره كوټلې اقداماتو كښې مرستياله ثابت شي۔په دې موقع نائب وزيراعظم و خارجه وزير د مصر٬اردن٬انډونيزيا او برتانيې خپلو هم څنګو سره هم دوه اړخيزه ملاقاتونه وكړل ۔ده د فلسطين وزير او مستقل استازي او د سوريې مستقل استازي سره هم ملاقات وكړو ۔په دې ملاقاتونو كښې په دوه اړخيزه اړيكو٬سيمه ايز او نړيوال صورتحال او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ٬ نائب وزيراعظم او خارجه وزير د مختلف شخصيات سره د ملاقاتونو په مهال د سياسي٬اقتصادي٬تجارتي٬سرمايه كارۍ٬دفاعي او اولسي روابط پشمول د دوه اړخيزه مرستې په ټولو اړخونو خبرې وكړي۔

مزید خبریں