اسلام آباد۔19فروري (اے پي پي )د چائنا انټټرنیشنل پریس اینډ کمیونیکیشن سینټر میدیا فیلو محمد ضمیر اسدي وئېلي دي كلتوري اختر د قامونو تر مينځه د هم غږۍ، دوستۍ او د شرېك پرمختګ عزم ته نوے تقویت وركوي ، د پاکستان او چین سټریټجک شراکت داري يوازې تر اقتصادي مرستې محدود نه ده بلکې دا د اولسي روابط، كلتوري تبادلو او د مشترکه خوشحالۍ په جامع وژن اډاڼه ده ۔ …
د پاکستان او چین سټریټجک شراکت داري تر اقتصادي مرستې محدود نه ده ، دا په اولسي روابط، كلتوري تبادلو او د شرېكې خوشحالۍ په جامع وژن اډاڼه ده ،محمد ضمیر اسدي

مزید خبریں
اسلام آباد۔19فروري (اے پي پي )د چائنا انټټرنیشنل پریس اینډ کمیونیکیشن سینټر میدیا فیلو محمد ضمیر اسدي وئېلي دي كلتوري اختر د قامونو تر مينځه د هم غږۍ، دوستۍ او د شرېك پرمختګ عزم ته نوے تقویت وركوي ، د پاکستان او چین سټریټجک شراکت داري يوازې تر اقتصادي مرستې محدود نه ده بلکې دا د اولسي روابط، كلتوري تبادلو او د مشترکه خوشحالۍ په جامع وژن اډاڼه ده ۔ د زيارت په ورځ د جاري بيان تر مخه محمد ضمیر اسدي ووئېل د چین په نړيواله كچه ترقي او پراخه پن پالیسۍ په نړۍ مثبت اثرات مرتب کړې دي ٬ د خاص تل پاتي سرمایه کارۍ ، سيمه ايزو روابط ودې او د ترقیاتي منصوبو د لارې چین نه يوازې خپل معیشت مستحکم کړو بلکې شراکت دارو هېوادونو لپاره يې هم نوې موقعې راپیدا کړې ، دغې اقدامات څخه پاکستان او د چین تر مينځه اقتصادي مرستې لا پراختيا اختياروي ۔محمد ضمیر اسدي ووئېل د خپل تهذیب، كلتور او قامي تشخص سره مضبوط تړون د چین د ترقۍ يو بل مهم راز دے، هم دا جذبه كوم هم قام د يو والي ، اعتماد او ترقۍ په لار روانوي ۔ هغه د ګلوبل ډویلپمنټ انیشیټو حواله وركولو سره ووئېل دا اقدام په نړيواله كچه د تل پاتي ترقۍ ، ماحولیاتي تحفظ او شرېكې همكارۍ د ودې ګتور مثال دے۔










