قامي اسمبلۍ حلقه اين اے 256 خضدار كښې د كانديدانو لخوا د نامزدګۍ كاغذونو جمع كولو عمل سبا پيل كيږي

اسلام آباد۔19فروری(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ حلقه اين اے 256 خضدار كښې د كانديدانو لخوا د نامزدګۍ كاغذونو جمع كولو عمل سبا د جمعې په ورځ پيل كيږي۔ دا حلقه د بلوچستان نېشنل پارټۍ مېنګل مشر لارښودو اختر جان مېنګل د استعفی له امله خالي شوې وه۔ د شېډول له مخې د ریټرننګ آفیسر لخوا پبلك نوټس د شورو په ورځ جاري كړے شو۔ د نامزدګۍ كاغذونه به 20 …

اسلام آباد۔19فروری(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ حلقه اين اے 256 خضدار كښې د كانديدانو لخوا د نامزدګۍ كاغذونو جمع كولو عمل سبا د جمعې په ورځ پيل كيږي۔ دا حلقه د بلوچستان نېشنل پارټۍ مېنګل مشر لارښودو اختر جان مېنګل د استعفی له امله خالي شوې وه۔ د شېډول له مخې د ریټرننګ آفیسر لخوا پبلك نوټس د شورو په ورځ جاري كړے شو۔ د نامزدګۍ كاغذونه به 20 څخه تر 24 فرورۍ جمع كولې شي۔ د كانديدانو نامې به 25 فرورۍ څخه اعلانولې شي۔ د کاغذونو كره كتنه به په 4 مارچ كيږي او د دې د منظورۍ يا مسترد كېدو په ضد اپېلونه به په 9 مارچ جمع كولې شي۔ په دې به عملدرآمد د اپیلټ ټریبونل لخوا په 16 مارچ كولې شي۔ دغسې بيا كتلے شوے فهرست به جاري كولې شي۔ د كانديدانو لخوا د نامزدګۍ كاغذونه به په 17 مارچ بېرته اخستلې شي۔ كانديدانو ته به انتخابي نشان په 18 مارچ الاټ كولې شي او پولنګ به په 5 اپرېل كيږي

مزید خبریں