اسلام آباد 19 فروري (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف وئيلي دي چې د حاجيانو په سهولت او خدمت كښې دې هېڅ كسر پرې نه ښودې شي٬ حاجيات او د حاجيانو خادمين دې د خپل مثبت طرز عمل د لارې په سعودي كښې د پاكستان عزت زيات كړي۔ وفاقي وزير دا خبرې د مذهبي چارو وزارت د حج تيارو په اړه د لوړې كچې غونډه …
د كال 2026 حج كوونكو لپاره به د اختر نه وروسته د تربيې دويم پړاٶ پېل شي

مزید خبریں
اسلام آباد 19 فروري (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف وئيلي دي چې د حاجيانو په سهولت او خدمت كښې دې هېڅ كسر پرې نه ښودې شي٬ حاجيات او د حاجيانو خادمين دې د خپل مثبت طرز عمل د لارې په سعودي كښې د پاكستان عزت زيات كړي۔ وفاقي وزير دا خبرې د مذهبي چارو وزارت د حج تيارو په اړه د لوړې كچې غونډه كښې د ګډون په مهال وكړې۔ په غونډه كښې د مذهبي چارو وفاقي سېکرټري ډاکټر ساجد محمود چوهان، د حج ډي جي عبدالوهاب سومرو او د حج ونګ افسرانو غونډې ته په بېلو چارو بريفنګ وركړو۔ د بريفنګ په مهال ده ووئيل شول چې د كال 2026 حج كوونكو لپاره به د اختر نه وروسته د تربيې دوېم پړاٶ پېل شي۔ وفاقي وزير په دې موقع ووئيل چې د حاجيانو په سهولت او خدمت كښې دې هېڅ كسر پرې نه ښودې شي٬ حاجيات او د حاجيانو خادمين دې د خپل مثبت طرز عمل د لارې په سعودي كښې د پاكستان عزت كښې اضافه وكړي










