اسلام آباد 19 فروري (اے پي پي) د انرژۍ ډويژن وفاقي وزير سردار اويس لغاري د نېټ ميټرنګ درخواستونو په اړه اهمه پرېكړه كړې٬ تر اتمې فرورۍ جمع شوې نېټ ميټرنګ درخواستونه د پخواني ريګوليشنز له مخې د پراسېس كولو احكامات كړې دي۔ د پاور ډويژن وياند له مخې تر اتمې فرورۍ به درخواستونو ته د کے-اليکټرک پشمول د بجلي د تقسيم کار د ټولو کمپنو نيټ ميټرنګ سهولت ترلاسه …
د وفاقي وزير سردار اويس لغاري د نيټ ميټرنګ درخواستونو په اړه اهمه پريكړه٬ تر اتمې فرورۍ جمع شوې درخواستونه د پخواني ريګوليشنز له مخې پراسېس كولو احكامات

مزید خبریں
اسلام آباد 19 فروري (اے پي پي) د انرژۍ ډويژن وفاقي وزير سردار اويس لغاري د نېټ ميټرنګ درخواستونو په اړه اهمه پرېكړه كړې٬ تر اتمې فرورۍ جمع شوې نېټ ميټرنګ درخواستونه د پخواني ريګوليشنز له مخې د پراسېس كولو احكامات كړې دي۔ د پاور ډويژن وياند له مخې تر اتمې فرورۍ به درخواستونو ته د کے-اليکټرک پشمول د بجلي د تقسيم کار د ټولو کمپنو نيټ ميټرنګ سهولت ترلاسه شي، د بجلۍ د تقسيم ټولو كمپنو ته په سمدستي توګه د عملدرآمد كولو احكامات جاري كړې شوې دي۔ د يادونې وړ ده چې دا مهال د کے-اليکټرک پشمول د بجلي د تقسيم کار ټولو کمپنو كښې په مجموعي توګه 5165 درخواستونه تر اتمې فرورۍ جمع شوې دي٬ د دې درخواستونو له مخې به په مجموعي توګه 250.822 ميګاواټ کيپسټي نيشنل ګرډ كښې شامل شي۔










