اسلام آباد 19 فروري (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د کراچۍ په سولجر بازار كښې د يوې ودانۍ منهدم كېدو په پېښه كښې په قېمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كړې۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملکت په پېښه كښې د حق رسېدليو كسانو كورنيو سره د همدردۍ څرګندونه كولو سره ژوبل شويو ته د بهترين طبي سهولتونو رسولو احكامات …
د صدر آصف علي زرداري د کراچۍ سولجر بازار كښې د ودانۍ ويجاړيدو پېښه كښې په قېمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 19 فروري (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د کراچۍ په سولجر بازار كښې د يوې ودانۍ منهدم كېدو په پېښه كښې په قېمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كړې۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملکت په پېښه كښې د حق رسېدليو كسانو كورنيو سره د همدردۍ څرګندونه كولو سره ژوبل شويو ته د بهترين طبي سهولتونو رسولو احكامات جاري كړي۔ ده د رېسکيو آپرېشن باوري كولو امر هم وكړو۔ صدر مملکت د سندھ حکومت ته هدايت وكړو چې د ودانيو كره كتنې ٬ د سلېنډرز حفاظت او بلډنګ کوډز سره اړوندې چارې دې په سختۍ سره عملي كړې شي۔ صدر مملکت آصف علي زرداري ووئيل صوبائي حكومت دې د پېښې له هر اړخ نه انكوائري وكړي او بيا لپاره دې د دې ډول پېښو مخنيوي لپاره كوټلې هڅې وكړې شي










