د پاکستان په ضد ترهګرۍ له د افغان خاورې په كارول كيدو افغان ناظم الامور ته ډي مارش

اسلام آباد 19 فروري (اے پي پي) خارجه دفتر تېره ورځ په اسلام آباد كښې د افغان سفارت ناظم الامور راوبللو او په 16 فرورۍ باجوړ كښې د ترهګرۍ بريد په اړه يۍ هغه ته د افغانستان لنډمهاله حكومت لپاره احتجاجي مراسله وركړه۔ د ترهګرۍ د دې بريد په نتيجه كښې د پاكستان 11 پوځي ځوانان شهيدان شوي وو۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې پاكستان …

اسلام آباد 19 فروري (اے پي پي) خارجه دفتر تېره ورځ په اسلام آباد كښې د افغان سفارت ناظم الامور راوبللو او په 16 فرورۍ باجوړ كښې د ترهګرۍ بريد په اړه يۍ هغه ته د افغانستان لنډمهاله حكومت لپاره احتجاجي مراسله وركړه۔ د ترهګرۍ د دې بريد په نتيجه كښې د پاكستان 11 پوځي ځوانان شهيدان شوي وو۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې پاكستان په باجوړ سيمه كښې د پاك پوځ او قانون نافذ كوٶنكو ادارې په ګاډي كښې د نصب كړې شوي بم چاؤدنې او وروستو د ډزو پېښې سخته غندنه وكړه٬ دا بريد د فتنة الخوارج تحريك طالبان پاكستان (ټي ټي پي) لخوا شوے۔ خارجه دفتر په دې خبره اندېښنه ښكاره كړې چې فتنه الخوارج /ټي ټي پي كوم چې خپل قيادت په افغانستان كښې لري ٬ افغان خاورې څخه پرله پسې كارروائي كوي٬ د دې خبرې پخلې وشو چې د افغان لنډمهاله حكومت پاكستان ته بار بار باور وركړے دے خو د دې باوجود كوم ښكاره٬ كوټلې او د تصديق وړ اقدام نه دے رامخے ته شوے٬ افغان لنډمهاله حكومت په ښكاره توګه خبر كړے شوے دے چې ھغوي دې پخپله خاوره د ټولو ترهګرو په ضد ٬ چې په كښې د هغوي قيادت هم شامل دے ٬ موثره٬ كوټلې او د تصديق وړ اقدامات باوري كړې۔ دغسې افغان لنډمهاله حكومت ته په سپينو ټكو اطلاع وركړې شوې چې پاكستان د خپلو عسكرو٬ وګړو او د سيمه ايز سالميت تحفظ باوري كولو لپاره فتنه الخوارج (اېف اے کے) سره د تړون لرونكو عناصرو او د دوي د سهولت كارو په ضد كه دوي هر ځائ موجود وي د كارروائۍ حق محفوظ ساتي

مزید خبریں