نيويارك 19 فروري (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د فلسطين په اړه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د لوړې كچې په يوه غونډه كښې ګډون كړې۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزيراعظم د لوېديزې غاړې په اړه د اسرائيل د اوسنيو پرېكړو٬ د جنګ بندۍ د پرله پسې خلاف ورزو٬ د غېر قانوني آبادکارۍ …
د نائب وزيراعظم سينيټر اسحاق ډار د فلسطين په اړه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د لوړې كچې غونډه كښې ګډون

مزید خبریں
نيويارك 19 فروري (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د فلسطين په اړه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د لوړې كچې په يوه غونډه كښې ګډون كړې۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزيراعظم د لوېديزې غاړې په اړه د اسرائيل د اوسنيو پرېكړو٬ د جنګ بندۍ د پرله پسې خلاف ورزو٬ د غېر قانوني آبادکارۍ هلو ځلو او د مقبوضه فلسطيني سيمو حېثيت بدلولو هڅو غندنه كولو سره په سمدستي توګه د دې اقداماتو د مخنيوي او د دې بېرته اخستو غوښتنه وكړه۔ اسحاق ډار په دې موقع خپل بيان كښې هيله ښكاره كړه چې د سلامتي کونسل قرارداد 2803 فرېم ورك له مخې به بورډ آف پارټيز د مستقل جنګ بندۍ، بشري مرسته كښې د زياتوالي او د غزه بيا رغونې لپاره د كوټلې اقداماتو لاره هواره كړي۔ نائب وزيراعظم د فلسطيني اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو په حاجت زور راوړولو سره ووئيل چې دا په يو معتبر او په واضح موده د اډانه سياسي عمل د لارې ممكن دے كوم چې د نړيوال قانوني جواز او د ملګرو ملتونو د قرارداد له مخې وي۔ ده ووئيل چې د دې عمل حتمي مقصد د كال 1967 نه د وړاندې پولو په بنياد يو آزاد٬ خپلواكه او په جغرافيائي توګه متصل فلسطيني رياست جوړول دي چې پايه تخت ئې القدس الشريف وي










