نائب وزيراعظم اسحاق ډار سره په ملګرو ملتونو كښې د سوريه د مستقل استازي ملاقات

نیویارک۔19فروری(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار سره په ملګرو ملتونو كښې د سوريه مستقل استازي ابراهيم اولابي په نيويارك كښې فلسطين سره اړوندې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل اعلی كچې غونډې په موقع ملاقات وكړو۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر لخوا د خپور شوي بيان له مخې نائب وزیرِ اعظم په سوريه كښې استحكام او قامي يووالي ته وده وركولو له اوسنے پېشرفت …

نیویارک۔19فروری(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار سره په ملګرو ملتونو كښې د سوريه مستقل استازي ابراهيم اولابي په نيويارك كښې فلسطين سره اړوندې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل اعلی كچې غونډې په موقع ملاقات وكړو۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر لخوا د خپور شوي بيان له مخې نائب وزیرِ اعظم په سوريه كښې استحكام او قامي يووالي ته وده وركولو له اوسنے پېشرفت خوشبين وګرځولو او هيله يۍ ښكاره كړه چې په دې مؤثر عملدرآمد سره به امن ٬ يووالې او د سوريه سيمه ايزه سلامتيا قوي شي۔ ده د نړيوال قانون خپلواكۍ او د موجوده لوظنامو احترام سره اړوند د پاكستان اصولي دريځ تكرارولو سره په دې خبره زور راوړو چې د نړيوالو لوظونو خلاف ورزۍ سيمه ايز استحكام ته زيان رسوي او دې ته بايد د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل اړوندو قراردادونو په رڼا كښې وكتلې شي۔ په دې موقع مستقل مندوب ابراهيم اولابي د پاكستان د مستقل او اصولي دريځ ستائنه كولو سره نائب وزيراعظم په سوريه كښی استحكام او قومي مفاهمت لپاره روانو هڅو څخه خبر كړو۔

مزید خبریں