نیویارک۔19فروری(اے پی پی) نائب وزیرِ اعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار په نيويارك كښې فلسطين سره اړوندې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل اعلی كچې غونډې په موقع د مصر خارجه وزير بدر عبد العاطي سره ملاقات وكړو او په بېلو څانګو كښې په روانه همكارۍ د اطمينان څرګندونه كولو سره يۍ نزدې تړون دوامدار ساتلو له د خپل عزم پخلے وكړو۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر لخوا …
د نائب وزيراعظم اسحاق ډار په نيويارك كښې فلسطين سره د اړوندې غونډې په موقع مصري خارجه وزير بدر عبد العاطي سره ملاقات

مزید خبریں
نیویارک۔19فروری(اے پی پی) نائب وزیرِ اعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار په نيويارك كښې فلسطين سره اړوندې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل اعلی كچې غونډې په موقع د مصر خارجه وزير بدر عبد العاطي سره ملاقات وكړو او په بېلو څانګو كښې په روانه همكارۍ د اطمينان څرګندونه كولو سره يۍ نزدې تړون دوامدار ساتلو له د خپل عزم پخلے وكړو۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال دواړو لارښودو د دوه اړخيزه اړيكو جاج واغست او په بېلو څانګو كښې په روانه همكارۍ د اطمينان څرګندونه كولو سره يۍ نزدې تړون دوامدار ساتلو له د خپل عزم پخلے وكړو۔ دوئي په غزه ٬ لوئيديزه غاړه او د منطقې په مجموعي وضعه هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دوئي د نړيوالو قوانينو په احترام او په سمدستي توګه له كوم ځنډ او خنډ پرته د بشري مرستې سامان رسولو په حاجت زور راوړو۔










