نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار به(نن)نيويارك كښې مصروفه ورځ تيروي

اسلام آباد 18فروری (اے پی پی)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار به(نن)نيويارك كښې مصروفه ورځ تيروي۔د شورو په ورځ د خارجه دفتر له مخې نائب وزيراعظم به د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل مينځني ختيز په خاص توګه د فلسطين مسئلې په اړه بريفنګ كښې د پاكستان قامي بيانيه وړاندې كوي۔د سلامتي كونسل دا غونډه به د برتانيې خارجه وزير په مشرۍ كښې كيږي۔هغه به د مصر٬اردن او …

اسلام آباد 18فروری (اے پی پی)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار به(نن)نيويارك كښې مصروفه ورځ تيروي۔د شورو په ورځ د خارجه دفتر له مخې نائب وزيراعظم به د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل مينځني ختيز په خاص توګه د فلسطين مسئلې په اړه بريفنګ كښې د پاكستان قامي بيانيه وړاندې كوي۔د سلامتي كونسل دا غونډه به د برتانيې خارجه وزير په مشرۍ كښې كيږي۔هغه به د مصر٬اردن او انډونيزيا خارجه وزيرانو سره هم ملاقات كوي او د برتانيې خارجه وزير سره هم د هغه ملاقات متوقع دے۔نائب وزيراعظم به ملګرو ملتونو كښې د فلسطين مستقل مبصر سفير رياض منصور هم هغه سره ملاقات كوي۔ملګرو ملتونو كښې به د خپل مصروفيات په اختتام نائب وزيراعظم واشنګټن ډي سي ته ځي ٬ دغسې چې د وزيراعظم په پلاوي كښې شامل شي۔

مزید خبریں