اسلام آباد 18فروری (اے پی پی)د مذهبي چارو او مذهبونو ترمينځه د همغږۍ وزارت پاكستان كښې د روژې مباركې مياشت د ليدلو رسمي نوټفيكېشن جاري كړو۔ د مركزي رويت هلال كمېټۍ د پريكړې په رڼا كښې په ټول هېواد كښې وړومبۍ روژه(نن)د زيارت په ورځ د فرورۍ په 19مه نيټه 2026)وي۔ د مركزي رويت هلال كمېټۍ مهمه غونډه د شورو په ورځ د رويت هلال كمېټۍ مشر مولانا عبدالخبير آزاد …
پاكستان كښې د روژې مباركې مياشت وليدلې شوه ٬ وړومبۍ روژه به(نن)د زيارت په ورځ د فرورۍ په 19مه نيټه وي

مزید خبریں
اسلام آباد 18فروری (اے پی پی)د مذهبي چارو او مذهبونو ترمينځه د همغږۍ وزارت پاكستان كښې د روژې مباركې مياشت د ليدلو رسمي نوټفيكېشن جاري كړو۔ د مركزي رويت هلال كمېټۍ د پريكړې په رڼا كښې په ټول هېواد كښې وړومبۍ روژه(نن)د زيارت په ورځ د فرورۍ په 19مه نيټه 2026)وي۔ د مركزي رويت هلال كمېټۍ مهمه غونډه د شورو په ورځ د رويت هلال كمېټۍ مشر مولانا عبدالخبير آزاد په مشرۍ كښې پېښور كښې وشوه او د اسلام آباد پشمول د رويت هلال سيمه ايزو كمېټو هم پخپلو ځايونو مياشت وليدله۔د مذهبي چارو وزارت لخوا جاري نوټيفيكېشن نمبر No. F. 2(3)/DD (Q)/2019 له مخې د هېواد بيلو برخو څخه د مياشت ليدلو شهادتونو ترلاسه كېدو نه پس د روژې مباركې پیل كېدو اعلان وكړے شو ۔دې اعلان سره به د ټول هېواد په جوماتونو كښې د شورو شپې څخه تراويح پیل شوې۔په ټول هېواد كښې به(نن)د زيارت په ورځ وړومبۍ روژه وي۔










