ډھاکه ۔18فروري (اے پي پي )د منصوبه بندۍ ٬ ترقی او اصلاحات وفاقي وزير پروفیسر احسن اقبال وئېلي دي بنګله دیش او پاکستان د شريكو هيلو لرونكې غبرګوني هېوادونه دي ، كوم چې د تاریخ او سباون په اميدونو تړلي دي ۔ ده د شورو په ورځ د بیګم خالدہ ضیاء په قبر د ګلونو څادر غوړولو نه پس د هغې جمهوري هلو ځلو ته پېرزوئنې وړاندې كړې ۔ ده …
بنګله دیش او پاکستان شريكس هيلي لري، د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال د بیګم خالدہ ضیاء په قبر فاتحه خواني

مزید خبریں
ډھاکه ۔18فروري (اے پي پي )د منصوبه بندۍ ٬ ترقی او اصلاحات وفاقي وزير پروفیسر احسن اقبال وئېلي دي بنګله دیش او پاکستان د شريكو هيلو لرونكې غبرګوني هېوادونه دي ، كوم چې د تاریخ او سباون په اميدونو تړلي دي ۔ ده د شورو په ورځ د بیګم خالدہ ضیاء په قبر د ګلونو څادر غوړولو نه پس د هغې جمهوري هلو ځلو ته پېرزوئنې وړاندې كړې ۔ ده ووئېل هغه نه يوازې پخوانۍ وزیراعظمه وه بلکې د بنګله دیش د نوي وزیراعظم ور او د خپل ګوند لارښوده هم وه ۔ده ووئېل زه د جمہوریت استحکام او د پاکستان سره اړيكو مضبوطولو كښې د هغې کردار په زړه پورې احترام سره يادوم ،د هغې ميراث د هغې د زوي د جمهوري کامیابۍ د لارې نن هم ژوندے دے كوم چې د اولس د باور او د هغې د وژن د تسلسل عکاسي كوي ۔ وفاقي وزیر ووئېل بنګله دیش او پاکستان د شريكو هيلو غبرګوني هېوادونه دي كوم چې په تاریخ او په سباون يو بل سره تړلي دي ۔ مونږ ماضي د وقار سره په تسلیمولو د يو داسې سباون تصور لرو كوم چې په شراکت دارۍ اډاڼه وي او د تجارت، ځوانانو ، موسمیاتي بدلون او د ټیکنالوجۍ په څانګو كښې مرستې ته وده وركوي ۔










