اسلام آباد۔18فروری(اے پی پی) د پاور ډويژن وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري او د پټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملک د روژې مباركې مياشت په اړه خصوصي پېكج او مهم اقدامات په اړه بريفنګ وركولو كښې ووئيل د روژې په مياشت كښې اولس ته زياتې نه زياتې آسانۍ وركولو له هڅې كوو۔ د پشمني او روژه ماتي په وخت به د هغه سيمو پشمول په كومو كښی چی …
د پشمني او روژه ماتي په وخت كښې به لوډشېډنګ نه كيږي ٬ د پشمني او روژه ماتي په وختونو كښې د ګاز د رسنې به نګراني كولې شي: د سردار اويس لغاري او علي پرويز ملك خبري كنفرنس

مزید خبریں
اسلام آباد۔18فروری(اے پی پی) د پاور ډويژن وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري او د پټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملک د روژې مباركې مياشت په اړه خصوصي پېكج او مهم اقدامات په اړه بريفنګ وركولو كښې ووئيل د روژې په مياشت كښې اولس ته زياتې نه زياتې آسانۍ وركولو له هڅې كوو۔ د پشمني او روژه ماتي په وخت به د هغه سيمو پشمول په كومو كښی چی فېډرز زيان سره مخ دي كومه هم سيمه كښې لوډشېډنګ نه كيږي٬ د ټولو فیډرز مانیټرنګ له عصري نظام فعاله دے٬ د پشمني او روژه ماتي په وخت د ګاز فشار په ځاے ساتلو له انتظامات بشپړ كړې شوي دي٬ ده ووئېل د پشمني او روژه ماتي په وختونو كښې به د ګاز رسنې خاص خارنه كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ ګډ خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې وكړه۔ وفاقی وزیر سردار اوېس احمد خان لغاری ووئيل د وزیراعظم شهباز شریف په هدايت پاور ډویژن او پټرولیم ډویژن په رمضان المبارك كښې د صورتحال تفصيلي جاج اغستے ۔ ده ووئيل كه كوم لويې فالټ نه وي نو د پشمني او روژه ماتي په وخت كښې به په كومه هم سيمه كښې لوډشېډنګ نه كيږي۔ ده ووئيل وګري دې د كوم شكايت په صورت په 118 نمبر رابطه كوي۔ ده دعا وكړه چې پروردګار دې د روژې مباركه مياشت كښې زمونږ عبادتونه قبول كري او مونږ لپاره دې آسانۍ مقدر كړي۔ د پټرولیم وفاقي وزير علي پرویز ملک اولس له د روژې مباركي وركولو سره ووئيل د وزیراعظم شهباز شریف په هدايت د روژې مياشت كښې به اولس لپاره ګاز سهار د 3 بجو څخه د شپې تر 10 بجو باوري كولې شي۔ ده ووئيل د ګاز د فشار به هم نګراني كولې شي۔ ده ووئيل اولس ګاز سره اړوند شكايت په 1199 هېلپ لائن درج كولې شي۔ ده ووئيل په ګرانۍ مو قابو موندلے دے او د وزيراعظم په مشرۍ كښې به پاكستان په ګډه هڅې كولو سره د تلپاتي او بشپړ پرمختګ په لوري روان كړو۔










