د آبي وسائل وفاقي وزير مياں محمد معين وټو د بنګله دېش سفارتخانې دوره وكړه

اسلام آباد 18فروری (اے پی پی) آبي وسائل وفاقي وزير مياں محمد معين وټو د بنګله دېش سفارتخانې دوره كړې چرته چې هغه د بنګله دېش سفير محمد اقبال حسين خان سره مهم ملاقات كړے ۔په ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو٬سيمه ايز صورتحال او دوه اړخيزه اړيكو په وده تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔وفاقي وزير بنګله ديش كښې د اقتدار په امن او جمهوري ډول منتقلۍ له …

اسلام آباد 18فروری (اے پی پی) آبي وسائل وفاقي وزير مياں محمد معين وټو د بنګله دېش سفارتخانې دوره كړې چرته چې هغه د بنګله دېش سفير محمد اقبال حسين خان سره مهم ملاقات كړے ۔په ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو٬سيمه ايز صورتحال او دوه اړخيزه اړيكو په وده تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔وفاقي وزير بنګله ديش كښې د اقتدار په امن او جمهوري ډول منتقلۍ له د نيكو هيلو څرګندونې سره ووئېل پاكستان بنګله دېش سره په شريك ايمان او تاريخ اډانه اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ده هيله څرګنده كړه چې د دواړو هېوادونو ترمينځه به ملګرتيا او مرسته راتلونكې وخت كښې نورو هېوادونو لپاره مثال وګرځي۔ميا محمد معين وټو ووئېل د پاكستان او بنګله دېش اړيكې په تاريخي بنيادونو قائمې دي او په بيلو څانګو كښې په خاص توګه تجارت٬مرسته او تعليم په ميدان كښې د روابط زياتولو پراخه موقعې موجود دي۔ده د دواړو هېوادونو ترمينځه په اولسي او سفارتي كچه روابط لا مستحكم كولو په ضرورت هم زور راوړو۔په دې موقع د بنګله دېش سفير محمد اقبال حسين خان ووئېل د بنګله دېش اولس د جمهوريت او شفافيت مرستياله دے او د هېواد بيل اصلاحات لپاره عزم لري۔هغه د پاكستان سره اړيكې لا قوي كولو خوښي څرګندولو سره ووئېل د دواړو هېوادونو ترمينځه بې شمېره امكانات موجود دي۔

مزید خبریں