د خبريالانو وركړي په وخت او درست معلومات عدالتي او قانوني عمل كښې كليدي كردار ادا كوي۔د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ د پرېس ايسوسي ايشن آف سپريم كورټ نوو ټاكلے شوو عهديدارو څخه د سوګند پورته كولو دستورې ته وينا

اسلام آباد 18فروری (اے پی پی)د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئېلي دي د خبريالانو وركړي په وخت او درست معلومات عدالتي او قانوني عمل كښې كليدي كردار ادا كوي٬د عدالتي پريكړو او اولسي حقونو تحفظ په اړه د سمدستي معلومات تبادلې څخه قانون نافذ كوونكو ادارو او اولس ته هم د مستفيد كېدو موقع ترلاسه كيږي٬دا عمل د عدليې او خبريالانو ترمينځه باور زياتوي ۔د …

اسلام آباد 18فروری (اے پی پی)د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئېلي دي د خبريالانو وركړي په وخت او درست معلومات عدالتي او قانوني عمل كښې كليدي كردار ادا كوي٬د عدالتي پريكړو او اولسي حقونو تحفظ په اړه د سمدستي معلومات تبادلې څخه قانون نافذ كوونكو ادارو او اولس ته هم د مستفيد كېدو موقع ترلاسه كيږي٬دا عمل د عدليې او خبريالانو ترمينځه باور زياتوي ۔د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د شورو په ورځ د پرېس ايسوسي ايشن آف سپريم كورټ نوو ټاكلے شوو عهديدارو سوګند پورته كولو دستورې ته د خطاب كولو په مهال وكړه ۔په دې موقع د سپريم كورټ بار ايسوسي ايشن صدر هارون الرشيد او د پاكستان بار ايسوسي اېشن احسن بهون هم موجود وو۔وفاقي وزير په خبريالانو زور راوړو چې د معلومات درستګۍ او په بيړه كښې د قياس كولو څخه دې ډډه وګرې شي ځكه چې غېر مصدقه خبرونه د قانوني او سماجي زيان سبب جوړېدے شي۔ده ووئيل عدالتي او قانوني چارو كښې د پېشرفت سم او په وخت رپورټنګ د اولس او وكيلانو ورورولۍ لپاره ګټور دے۔ده خبريالانو خذمات ستائېلو سره ووئېل د پرېس ايسوسي ايشن د لارې عدالتي پريكړې٬ايف آئي آرز٬ د جائيداد وېش او نورو قانوني چارو په اړه معلومات په وخت وركول د اهميت وړ دي۔وفاقي وزير ووئيل د حكومت او عدليه دواړو ذمه واري ده چې تر اولس عدالتي عمل او د پريكړو سم معلومات ورسوي۔ په دې موقع د ايسوسي ايشن آف سپريم كورټ نوې ټاكلي شوي صدر عمران وسيم د هر كلي كولو سره د قانون او انصاف وفاقي وزير مننه وكړه او د صحافتي ذمه وارو په ښه ډول ترسره كولو لپاره يې د عزم اعلان وكړو۔د دې نه پس د قانون او انصاف وفاقي وزير د ايسوسي ايشن نوو عهديدارو څخه د هغوي د چوكو سوګند واغست او هغوي سره يې د مرستې او رابطې د عزم پخلے وكړو۔

مزید خبریں