د خدام الحجاج د اعلی معيار تربيه د ستائنې وړ ده ، خدام الحجاج خذمت ٬ نظم و ضبط او په ممكنه چېلنجونو قابو موندلو له چمتو دي٬ عازمین حج ته به د خوراك څښاك ٬ استوګنې ٬ سورلۍ يو برابر او معيارۍ آسانۍ وركولې شي: د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف

اسلام آباد۔18فروری(اے پی پی) د مذهبي چارو او د بېن المذاهب هم آهنګۍ وفاقي وزير سردار يوسف وئيلي دي حج 2026 لپاره د خدام الحجاج د اعلی معيار تربيې ستائنې كولو سره وئيلي دي حکومت به د روان كال په مهال حج له تلونكو ته د خوراك څښاك ٬ استوګنې او سورلۍ معياري او يو برابر آسان وركړي٬ زمونږ تربيه شوې خدام الحجاج د پاكستاني عازمین حج خدمت ، د …

اسلام آباد۔18فروری(اے پی پی) د مذهبي چارو او د بېن المذاهب هم آهنګۍ وفاقي وزير سردار يوسف وئيلي دي حج 2026 لپاره د خدام الحجاج د اعلی معيار تربيې ستائنې كولو سره وئيلي دي حکومت به د روان كال په مهال حج له تلونكو ته د خوراك څښاك ٬ استوګنې او سورلۍ معياري او يو برابر آسان وركړي٬ زمونږ تربيه شوې خدام الحجاج د پاكستاني عازمین حج خدمت ، د سعودي رېګولېشن سره سم نظم وضبط او په ممكنه چېلنجونو قابو مموندلو له چمتو دي۔ هغه د شورو په ورځ په حج کمپلېکس اسلام آباد كښې په حج 2026 كښې د مسابقتي عمل د لارې كامياب ګرځولے شوو خدام الحجاج ته د 10 ورځنۍ تربيې په بشپړېدو د سندونو وېش دستورې ته خطاب كولو۔ د مذهبي چارو وزارت سی اېف او کوآرډنېټر خدام الحجاج ذوالفقار خا ن، ډائرېکټر حج کمپلېکس اسلام آباد قاضی سمیع الرحمان اور نور اړوند چارواكي موجود وو۔ ده ووئيل پروردګار تاسو يوې عظيمې ذمه وارۍ لپاره خوښ كړي يۍ۔ سږ كال نزدې 38 زره كانديدانو كښې تاسو 800 خوش قسمته سړي او مېرمنې يۍ چاته چې د “خدام الحجاج” جوړېدو موقع ترلاسه شوه۔ دا يوازې ډيوټي نه بلكې لويې اعزاز دے۔ ولې چې تاسو ته به مونځونو سره سره د عمرې سعادت هم نصيب شي۔ وفاقي وزير ووئيل زمونږ د وزارت ريكارډ تل په زړه پورې پاتي شوے ۔ كال 2013 څخه تر 2018 مو د 5 حجونو انتظام وكړو۔ او تېر كال په غوره كاركردګۍ مونږ ته د سعودي د حج وزارت’’اېکسی لېنسی ایوارډ‘‘ راكړو۔ وزیراعظم شهباز شريف هم زمونږ وزارت ته تعریفی شیلډ وركړو۔ سي ایف او او کوآرډنېټر خدام الحجاج ذوالفقار خان ووئيل د سعودي حكومت قوانين او رولز تر مخه مو د اېن ټي اېس ټېسټ د لارې كامياب شوي خدام الحجاد د عصري موډلز د لارې تربيه كړل۔ ده ووئيل هيله لرؤ چې سږ كال به دا حج مشن د تېرو كلونو په مقابل كښې زيات بهتر او فعاله كردار ترسره كونكے وليدلے شي۔ ده ووئيل په بل پړاؤ كښې به دې خدام الحجاج ته سپیشلائزډ ټرېننګ هم وركولې شي۔

مزید خبریں