اسلام آباد 18فروری (اے پی پی)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره د پاكستان كيميكل مينو فيكچررز ايسوسي اېشن يو پلاوي ملاقات وكړو چې په دې مهال د كيميكل سيكټر ته د ورمخې ته شوو چېلنجونو جاج واغستلے شو او د هېواد صنعتي او برآمدي فريم ورك قوي كولو لپاره په ډهانچه جاتي اصلاحات د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د تجارت وفاقي وزير ووئيل د پاكستان معاشي چېلنجونه يوازې د …
د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره د پاكستان كيميكل مينو فيكچررز ايسوسي اېشن پلاوي ملاقات٬سيكټر ته د ورمخې ته شوو چېلنجونو جاج او صنعتي و برآمدي فريم ورك قوي كولو لپاره په ډهانچه جاتي اصلاحات د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 18فروری (اے پی پی)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره د پاكستان كيميكل مينو فيكچررز ايسوسي اېشن يو پلاوي ملاقات وكړو چې په دې مهال د كيميكل سيكټر ته د ورمخې ته شوو چېلنجونو جاج واغستلے شو او د هېواد صنعتي او برآمدي فريم ورك قوي كولو لپاره په ډهانچه جاتي اصلاحات د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د تجارت وفاقي وزير ووئيل د پاكستان معاشي چېلنجونه يوازې د پالېسۍ په اړه نه بلكې زياتره د ګورننس او عملدرآمد خلا سره تړلې دي ۔ده ووئيل كورني اصلاحات دا خبره باوري كولو لپاره مهمه ده چې تجارتي او صنعتي پالېسۍ په حقيقي پرمختګ كښې خپل كردار ادا كړي۔جام كمال خان ووئيل د سيكټرل كونسلز ترمخه د سيكټرل پلاننګ اداره جاتي جوړولو ضرورت دے چې پكښې ټاكلے ملكيت٬ښكاره مينډيټ او وقتي ډليوري ايبلز شامل دي۔وفاقي وزير ووئيل د ټيكسټائل څانګه د اهميت وړ ده معاشي لچك باوري كولو لپاره كيمكلز٬فارماسيوټيكل٬سرجيكل سامان٬فوډ پراسينګ او ويليو ايډډ مينو فيكچرنګ پشان څانګې قوي كول پكار دي۔ده ووئيل وزيراعظم محمد شهباز شريف تر پراخه معاشي وژن غېر روايتي برآمدي څانګو لپاره د موقعو په زياتولو زور راوړے ۔جام كمال خان ووئيل پاكستان له دې هېوادونو سره د سټريټجك په توګه روابط ساتل پكار دي چرته چې مهم تجارتي عدم توازن موجود دے ۔ملاقات كښې د پي سي ايم اے پلاوي د كيميكل سيكټر كاركردګۍ په اړه خپل تحفظات وړاندې كولو سره ووئېل د توان زيات شوو خرڅونو ٬مالياتي خانډانو او ټيرف په صنعتكارو فشار زيات كړے دے۔دغسې صنعتي استازو ماركيټ څخه د غېر معياري او جعلي منصوعات ختمولو لپاره په معيار او د دانشورانه املاك د نفاذ په اهميت هم زور راوړز ۔ده ووئيل ښه معيار او پرله پسې ريګوليټري نګراني د سرمايه كارو په باور كښې اضافه او غېر ملكي مرستې ډاډګيرنه كوي۔جام كمال خان پلاوي ته باور وركړو چې د دې سفارشات به جاج اخستلے شي او چرته چې مناسب وي روانه پالېسي په بحث كښې شاملولې شي۔۔










